ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبي پوهان: د «شین چای» په وسیله د کرونا درملنه علمي اساس نه لري

طبي پوهان: د «شین چای» په وسیله د کرونا درملنه علمي اساس نه لري

author avatar
22 Jun 2021 - 10:36
طبي پوهان: د «شین چای» په وسیله د کرونا درملنه علمي اساس نه لري
author avatar
22 Jun 2021 - 10:36

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېته، ۱۴۰۰): د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د شین چای اغېزناک توب په داسې حال کې د فېسبوک ټولنیزې شبکې ځینو کاروونکو له خوا مطرح کېږي چې طبي پوهان د دې ناروغۍ په درملنه کې د هغه اغېزناک والی ردوي.

اوازې:

د «سلامتي ټي وي» په نوم فېسبوک پاڼې د «شین چای وڅښئ چې کرونا مو ونه نیسي» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

په دې پاڼه کې لیکل شوي: “د څېړنو پایلې ښیي چې په شنه چای کې موجود ترکیب، د کرونا د مخنیوي وړتیا لري.”

د مطلب په دوام کې راغلي: “د مډیکا نیوز خبر له مخې، د شنه چای کاتچینونه د ویروس ضد خاصیت لری او کولای شي د التهابي ناروغیو پر وړاندې حفاظتي رول ولري.”

په همدې ډول ویل کېږي وروستیو څېړنو ښودلې چې په شین چای کې تر ټولو فعاله او اصلي ماده اپي ګالوکاتکین -۳- ګالات (EGCG) شته چې یو ډول پیاوړي انتي اکسیدان دی او د غبرګون رادیکالونه له منځه وړي او د څېړنې کلیدي موندنې ښيي چې انتي اکسیداني EGCG، د کرونا ویروس د ژوند څرخ مهاروي.

په ورته مهال د «زندگي زیباست» په نوم یوې فېسبوک پاڼي د «مبارک است» تر عنوان لاندې یو مطلب شریک کړی دی.

په دغه مطلب کې لیکل شوي: “څه موده مخکې یوه ملګري اړیکه ونیوه چې د کرونا ټسټ مې مثبت دی او دغه راز اقتصادي ستونزې لرم. که د کرونا ضد دغه دغه شیان ونه خورم ښایي مړ شم. ما ورته  وویل چې هيڅ هم نه لرئ، په کور کې مو شین چای شته؟ ویې ویل هو، ورته ومې ویل چې شین چای د تېر په پرتله تریخ دم کړئ او د ورځې کم تر کمه اته لېتره وڅښئ… ده وویل، هغه درد چې نړۍ یې لړزولې، غواړې په چای یې درملنه وکړې؟”

په یاد مطلب کې راغلي: “… د درېیو ورځو په تېرېدو یې بیا اړیکه ونیوه، ویې ویل چې اوس مې الحمدالله وضعیت ښه شوی، همدا چې هر څومره چای به مې څښه او پرله پسې به تشناب ته تلم، احساس مې کاوه چې ښه شوی یم، د خدای په توکل مې کار ته دوام ورکړ او وګرځېدم؛ یعنې ډار مې شاته پرېښود او ځان مې بستر نه کړ. همدا د الله مهرباني وه چې بېرته جوړ شوم. غوښتل مې تاسو ته ډاډ درکړم.”

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په هېواد کې د کرونا د لومړۍ څپې پر مهال هم د دې ناروغۍ درملنې لپاره د شنه چای د ګټې په اړه یو مطلب لاس په لاس کېده.

د کابل ښار د چهارکلا  وزیراباد یوې اوسېدونکې مارینا وویل: «د شپې ناوخته و چې خور مې له چهاراسیاب نه زنګ وواهه، ویل یې چې همدا اوس یوه چاینکه تور چای دم کړئ او ټول یو یو ګیلاس وڅښئ؛ له دې امله چې چهاردهي کې یوه نوي زیږېدلي ماشوم ویلي چې تور چای د کرونا درملنه ده.»

مارینا زیاته کړه چې دې او کورنۍ یې دا خبر ومنلې، چای یې دم کړ او ټولو وڅيښ، خو درې ورځې وروسته یې خاوند پر کرونا اخته شو او ناوړه حالات یې تېر کړل.

یوه فېسبوک کاروونکي نعمت الله د دغه پوسټ: “مبارک دې وي، شین چای د کرونا درملنې لپاره موثر دی”، په اخیر کې د طنز په ډول لیکلي: «د تېر کال ماشوم بیا را ژوندی شوی او ویلي یې دي، هغه کسان چې تېر کال یې تور چای څښلی، سږ کال دې شین چای وڅښي، څو له کرونا خوندي پاتې شي.»

حقیقت موندنه:

د افغان- چاپان روغتون پخواني رییس حکیم الله صالح پژواک ته وویل چې د فېسبوک کاروونکو له خوا د دې ډول مطالبو خپرېدل اوازې دي او علمي بنسټ نه لري.

هغه زیاته کړه چې چای د مایعاتو له ډلې دی او د کرونا درملنې لپاره له مایعاتو ګټه اخيستل ښه دي؛ خو د دې ناروغۍ درملنې لپاره د شنه چای د اغېزناک والي په اړه تر اوسه علمي څېړنه نه ده شوې.

نوموړي د کرونا درېیمه څپه د هغې له دویمې خطرناکه وبلله او له هېودوالو یې وغوښتل چې په ټولنه کې د دغه ویروس د ډېر خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیایي لارښوونې مراعات کړي.

عامې روغتیا وزارت: د کرونا درملنې لپاره د شنه او تور چای څښل علمي بنسټ نه لري

د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي پژواک ته وویل چې د کرونا درمنلې لپاره تر اوسه هيڅ درمل نه دي جوړ شوي.

هغه زیاته کړه چې د کرونا درملنې لپاره د تور او شنه چای څښل هيڅ روغتیایي بنسټ نه دي وړاندیز کړي او علمي ريښه هم نه لري او د دې ډول مطلب خپرول اوازه ده.

نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې د کرونا درملنې لپاره له هغو شیانو ګټه واخلي چې د نړیوال روغتیایي سازمان له خوا ثابت او وړاندیز شوي وي.

د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال هم له هېوادوالو وغوښتل چې د کرونا مخنیوي لپاره دې روغتیایي سپارښتنې لکه د فاصلې مراعات، ماسک تړل، د لاسونو مکرر مینځل او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې مکروب ضد درمل شیندل په پام کې ونیسي.

پایله: د ټولنیزو پاڼو ځیني کاروونکي او هېوادوال په داسې حال کې د کرونا درملنې لپاره د شنه چای د اغېزناک والي په اړه مطالب لاس په لاس کوي چې د روغتیایي چارو کارکوونکي دغه اغېز ردوي.

پرېکړه: د کرونا ناروغۍ درملنه کې د شنه چای ګټه ناتایید شوې ادعا ده.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 177

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.