منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۴ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

درملنه

۳۹ راپورونه

راپورونه

سره ‌صلیب هلمند کې تېر کال د څه باندې ۱۹ زره کسانو درملنه کړې

هلمند کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مسوولین وایې، تېر لمریز کال کې یې دغه ولایت کې د معلولینو د فزیکي بیارغونې مرکز د هلمند په ګډون د ګاونډیو ولایتونو د څه باندې ۱۹ زره اوسېدونکو وړیا درملنه کړې چې په کې عملیاتونه هم شامل دي.

بامیان کې د څه باندې ۳۰۰ روږدو درملنه وشوه

د بامیان سیمه‌ییز مسوولین وايي، تېر کال په دغه ولایت کې له ښار او ولسوالیو د لسګونو ښځو په ګډون څه باندې۳۰۰ پر نشه‌یي توکو روږدي کسان راټول شوي وو چې اوس یې درملنه شوې او بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

یو درملنه شوی روږدی: د نشې پرېښودل ناشوني نه دي؛ که قاطع تصمیم وي هر روږدی یې پرېښودلای شي

۳۲ کلن زکریا چې د خپل عمر څه باندې لس کاله یې په نشو کې تېر کړي او اوس روغ شوی وايي، ټول فکر کوي چې د نشې پرېښودل ناشوني دي، خو داسې نه ده، که قاطع تصمیم وي، هر روږدی کولای شي ان پرته له بستر کېدو یې پرېږدي.

ډاکټران: د غوږونو درد خپل‌سرې درملنه خطرناکه ده

د غور یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د غوږونو درد د پیاز په اوبو، ګرمو غوړیو او نورو دودیزو لارو درملنه کوي، خو ډاکټران دغه کار خطرناک بولي او سپارښتنه کوي چې د غوږونه د درد پر مهال باید روغتیايي مرکز ته مراجعه وشي.

غړي

یونیسف: تېره جنوري میاشت په افغانستان کې د لسګونو خوارځواکو ماشومانو درملنه شوې ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی وايي، د روان میلادي کال په جنورۍ کې په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ اختیه له پنځو کلونو د کم‌عمره ۲۱۳ ماشومانو درملنه شوې ده.

غړي

 تېرو درېیو کلونو کې هېواد کې پر نشه‌یي توکو د ۱۳۵ زره روږدو کسانو درملنه شوې

کورنیو چارو وزارت وایي، پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو پر درملنه په کلني ډول یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي او په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د افغانستان په کچه د ۱۳۵ زره روږدو درملنه شوې ده.

ډاکټران: په سنتي بڼه د ماتو هډوکو درملنه زیانونه لري

د کابل ښار په وزیر محمداکبر خان روغتون کې د ارتوپیدي برخې یوه متخصص پر شکسته‌بند د ماتو هډوکو درملنه زیان پېښوونکې بولي او له خلکو غواړي چې د هډوکو د سنتي درملنې پر ځای دې روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

غړي

بغلان کې د ۳۴۰۰ روږدو درملنه شوې ده

د بغلان امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي، په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې د پلخمري ښار له واټونو ۳۴۰۰ روږدي ټول کړي او د هغوی درملنه یې کړې ده.

نور راپورونه