بامیان (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د بامیان سیمهییز مسوولین وايي، تېر کال په دغه ولایت کې له ښار او ولسوالیو د لسګونو ښځو په ګډون څه باندې۳۰۰ پر نشهیي توکو روږدي کسان راټول شوي وو چې اوس یې درملنه شوې او بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
د باميان د امنيې قوماندانۍ وياند محمدخواني رسا د پژواک خبري اژانس له خبریال سره خبرو کې وويل چې تېر کال د دغه ولايت له ښار او ولسواليو ۳۲۴ پر نشهيي توکو روږدي کسان راټول شوي وو چې د درملنې درې میاشتنی پروګرام یې بشپړ کړ.
هغه زیاته کړه چې دغه کسان له رغېدو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د رسا په خبره، په دغو کسانو کې ۱۰۸ ښځې هم شاملې وې چې له مرکز او ولسوالیو راټولې شوې وې. هغه ټینګار وکړ چې د یادو روږدو درملنه له روغتیايي بنسټونو سره په همغږۍ شوې ده.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال په بامیان ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې په موخه د ۶۰ بسترونو په ظرفیت درې مرکزونه فعال دي.
په ورته مهال، یو شمېر رغېدلي کسان عادي ژوند ته له بېرته ستنېدو خوښي څرګندوي.
یوه رغېدلي عليجمعه پژواک ته وویل: «له دوو کلونو زیاته موده روږدی وم، په دې موده کې مې سخت او له کړاوه ډک ژوند درلود، روږديتوب زه له خپلې کورنۍ او ټولنې لرې کړم او ان زما د ژوند ډېر نږدې کسان هم رانه لرې شول، اوس چې زه بېرته ژوند ته راستون شوی یم، خوشحاله یم.»
د عليجمعه پلار محمدتقي هم د مسوولو بنسټونو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې له دې وروسته به هڅه وکړي څو د سرګرمۍ او تفریح لپاره د سالمو فرصتونو په برابرولو سره خپل زوی له نشهیي توکو لرې وساتي.
دغه راز، د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې تېر کال په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره ۲۴۷ عملیات شوي چې په پایله کې یې ۷۴ شکمن کسان نیول شوي او د پام وړ اندازه بېلابېل نشهيي توکي ترلاسه شوي دي او د دغو اقداماتو په نتیجه کې، سږ کال په دغه ولایت کې د نشهیي توکو د کښت کچه صفر ته ټیټه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP