Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اسلامي امارت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سرپرست د کازان په شپاړلسم پړاو نړۍواله ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.
د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې پای ته رسولو لپاره اوکراین ته د مخامخ خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
د چین ولسمشر شي جینپینګ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې په موخه مسکو ته سفر کړی دی.
مالیې وزارت وایي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د یوې «معقولې طرحي» د جوړېدو په موخه د اړوندو وزارتونو ترمنځ غونډه وشوه.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، کابل کې د روسیې سفیر د یاد وزارت سرپرست ته بلنه ورکړه چې د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.
د ټولګټو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې پر سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي او ټاکل شوي چې یو لوړپوړی پلاوی روسیې ته سفر وکړي.
روسیې د اوکراین شمالختیځ کې پر سومي ښار توغندیز برید کړی چې په پایله کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.
رویټرز د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات پر روسیې د تحریمونو د احتمالي کمولو پلان جوړوي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف خبر ورکړی چې د دغه هېواد او امریکا استازي به تر راتلونکو دوو اونیو خپل دویم پړاو خبرې ترسره کړي.
د فدراتیفې روسیې سفیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه مخ په لوړېدو ده او ژمنه یې وکړه چې افغان سوداګرو ته به مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اندېښن دی او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې له زغم کار واخلي او هڅه وکړي چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد یوه باروړونکې کښتۍ د هغې ماشین کې د چاودنې له امله د مدیترانې سمندر کې ډوبه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP