Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په لیدنه کې د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د اذربایجان هېواد د ونډې او نورو بېلابېلو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
ډاکټران وایي چې که پېشلمي او روژهماتي کې مناسب خواړه په نظر کې ونیول شي، روژه نیول د بدن داخلي غړو او روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري.
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې له یو خصوصي روغتیایي مرکز څخه د۸۰ ښځینه وو په ګډون ۲۳۲ تنه محصلین فارغ شول.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست وایی چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې یې ۶۷ روغتیایي مرکزونه او درملتونونه تړلي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې د سعودي عربستان ملک سلمان بنسټ د افغانستان بشري مرستو له وجهي صندوق سره د ۱،۱ میلیون امریکایي ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر په قطر کې د جایکا ادارې له مسوول، د هالنډ او فرانسې له شارژدافیرانو سره لیدلي او غوښتي یې دي چې د افغانستان د روغتیا له برخې سره دې مرسته او همکاري وشي.
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په روغتون کې د انلاین درملنې او روغتیايي مشورو سیسټم فعال شو چې کابل کې له فرانسوي او د پاکستان په کراچۍ ښار کې له اغاخان روغتون سره ونښلول شو.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د افغانستان لپار د جاپان سفیر د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتیا له سکټور سره د خپل هېواد همکاریو په دوام ټینګار کړی دی.
جاپان په افغانستان کې د ساري ناروغیو له امله د مړینې کچې ټیټولو او د دې ناروغیو درملنې لپاره د ظرفیت لوړولو برخو کې شپږ میلیونه او ۹۹۷ زره امریکایي ډالر مرسته وکړه.
کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان دې ته اشارې سره چې افغانستان کې ۱۴ میلیونه کسان روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري، په
کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د قطر هېواد سره میاشت په افغانستان کې د دوو روغتونونو د تمویل
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان روغتیايي سکټور پیاوړتیا په ځانګړې توګه نسايي او ولادي برخه کې د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه، ۱،۳ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن