Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار له احمدشاه بابا هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د زون په کچه د حجکوونکو کسانو د لېږد لړۍ نن پیل شوه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، نن به له افغانستانه په لومړۍ الوتنه کې شاوخوا ۳۴۶ کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه ولېږدول شي.
د سعودي عربستان د مدينې منورې په اسلامي پوهنتون کې د اتیا هېوادونو د زدهکړیالانو په ثقافتي سیالۍ کې یوه افغان محصل څلورم مقام خپل کړ.
په سعودي کې د افغانستان د سفیر احمد جاوېد مجددي وایي، په اردن کې به تر نږدې دوه کلن ځنډ وروسته د افغانستان سفارت بېرته پرانیستل شي.
په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمدجاوېد مجددي وایي، په سوډان کې د بند پاتې افغانانو له ډلې څخه ۴۳ کسان د سعودي حکومت له خوا جدې ښار ته ورسول شول.
د سعودي عربستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې د افغانستان د سفیر احمد جاوېد مجددي په هڅو او همغږۍ په سوډان کې بند پاتې ۷۱ افغانان راوباسي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیلېدو او تهران کې د عربستان سفارت پرانیستو پر میکانیزمونو د بحث لپاره د دغه هېواد تخنیکي پلاوی ایران ته تللی دی.
د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په چین کې د لومړۍ رسمي لیدنې پر مهال د خپلو سفارتونو پر بېرته پرانیستلو هوکړه کړې ده.
کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د سعودي سفارت ویلي چې د دغه هېواد د ولسمشر ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له
په سعودي عربستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ عمرهکوونکي مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله د اسیا ملتونو نړۍوال جام په مقدماتي سیالیو کې خپله درېیمه لوبه نن له سعودي عربستان سره کوي.
یو شمېر افغانان شکایت کوي چې سعودي عربستان پر سټیکر د تمدید شوو پاسپورټونو لرلو له امله له هوایي ډګره بېرته ګرځولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP