Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست نور جلال جلالي «د میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت» تر عنوان لاندې ناسته کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان جدې ښار ته ولاړ.
د سعودي عربستان رسنیو راپور ورکړی چې د عبدالقیوم شینواري په نوم یو افغان دغه هېواد ته د نشهيي توکو د قاچاق په «جرم» اعدام شوی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو کنفرانس کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته ولاړ.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست وایي چې سږ کال به د هېواد په کچه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ ټنه خُرما مرسته وکړه.
. . .
د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ادعا کړې چې سعودي ځواکونو د افریقایي هېواد ایتوپیا هغه سلګونه پناهغوښتونکي وژلي چې غوښتل یې د یمن له لارې دغه هېواد ته داخل شي.
سعودي عربستان نن د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې درېدو په موخه د ۴۰ هېوادونو د استازو په ګډون د نړۍوالې غونډې کوربه دی.
له سعودي د اتو ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰۳۱۶ افغان حاجيانو د رالېږد بهیر، نن د نږدې ۳۰۰ افغان حاجيانو په رارسېدو سره پاى ته ورسېد.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په ۸۹ الوتنو کې د اتو ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰۳۱۶ کسان د حج فريضې اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته انتقال شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP