Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سعودي عربستان لوی مفتي ومړ

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د سعودي عربستان شاهي دربار ‎اعلان کړی چې د دغه هېواد د عالمانو شورا مشر او لوی مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن محمد ال الشیخ مړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، ‌شیخ عبدالعزیز ال الشیخ نن (سه‌شنبه) له نړۍ سترګې پټې کړې دي.

د راپور پر بنسټ، د سعودي عربستان ستر مفتي د لویو عالمانو د شورا، د علمي څېړنو او فتوا عمومي ریاست او د اسلامي نړۍ د اتحادیې د عالي شورا د رییس په توګه دندې ترسره کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د سعودي د لوی مفتي د جنازې لمونځ به نن د مازدیګر له لمانځه وروسته په ریاض کې د امام ترکي بن عبدالله جومات کې ادا شي.

د معلوماتو له مخې، عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ د ۱۹۴۳ کال د نومبر په ۳۰مه د سعودي عربستان په مکه ښار کې په یوه مذهبي کورنۍ کې زېږیدلی و، د شیخ کورنۍ د سعودي عربستان یوه له خورا نفوذ لرونکو او اغېزناکو مذهبي کورنیو ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.