منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:48 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

ټرمپ سعودي عربستان ته رسېدلی

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د سفر په لړ کې نن سهار د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلی دی.

· 1 دقیقه لوستل · 296 کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د سفر په لړ کې نن سهار د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې ټرمپ به په دغه څلور ورځني سفر کې له سعودي عربستان وروسته قطر او متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.

راپور کې راغلي، د ټرمپ دغه سفر به تر ډېره اقتصادي معاملو ته ځانګړی وي.

ټرمپ دا هم ویلي چې ښايي د پنجشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ د احتمالي مخامخ خبرو اترو لپاره ترکیې ته ولاړ شي.