کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۴): سعودي عربستان له امریکا سره د اقتصادي ګډون سټراټیژيک تړون لاسلیک کړی او ویلي یې دي چې په امریکا کې ۶۰۰ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه تړون تېره ورځ د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د یاد هېواد وليعهد محمد بن سلمان او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ لاسلیک شو.
راپور کې راغلي، یاد تړون د دفاعي، امنیتي، ټکنالوژۍ، فضایي، کانونو او روغتیایي برخو اوړند دی.
د سرچینې په حواله، د سعودي عربستان وليعهد د دغه تړون له لاسلیک وروسته ویلي چې هېواد یې غواړي امریکا کې ۶۰۰ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
خو دا يې نه دي ویلي چې دغه اندازه پانګونه په کومو برخو کې او د څومره وخت لپاره کوي.
د یادونې ده، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د څلور ورځني سفر په لړ کې تېره روځ د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللی او له سعودي عربستان وروسته به قطر او متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP