Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سمنګان د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه کم شوي خو بلخوا بیا بڼوال او سوداګر شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د بادامو بازار کمرنګه دی.
سمنګان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت اړوند د سمنګان -کندوز پر لويه لار د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ نهه کسان ټپیان شوي دي.
د سمنګان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت اړوند د سمنګان-بغلان پر لار د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
سمنګان کې مسوولين وايي، د دغه ولايت په درهصوف بالا ولسوالۍ کې دوه اونۍ وړاندې درې کان کېندونکي په کان کې دننه مړه شوي خو تر اوسه یې مړي نه دي موندل شوي.
د سمنګان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د زړې سرګلولې چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د سمنګان یوه سوداګر چې په دې وروستیو کې یې دغه ولایت کې د ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو معیاري تفریحي پارک او یو جومات جوړ کړی وایي، هوډ لري چې نورې ټولګټې پروژې هم پلې کړي.
په سمنګان کې روغتیایي مسوولین په داسې حال کې د موسمي ناروغیو له ډېرېدو خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې یو شمېر ناروغلرونکي په روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي پرسونل او بسترونو له کمښته شکایت لري.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په درهصوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز خپرېدو له امله دوه کانکیندونکي مړه او لسګونه نور مسموم شوي دي.
د سمنګان ځايي مسوولین وايي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو په لرو سیمو کې ماشومانو ته ۱۵۰ سیمهییز ټولګي جوړ شوي دي.
د سمنګان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې یوه ځوانه نجلۍ د خپل پلار او مور له لوري زندۍ او وژل شوې ده.
په سمنګان کې د چرګانو فارملرونکو ټولنه په دغه ولایت کې د چرګانو فارمونو د تولیداتو له ډېرېدو خبر ورکوي او وایي، هره ورځ ۲۵ ټنه د چرګ غوښه ګاونډیو ولایتونو ته صادرېږي.
د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د هوايي ځواک اړوند یوه (MD-530) ډوله چورلکه د سمنګان په خُلم ولسوالۍ کې د برېښنا له یوې پایې سره د لګېدو له امله لوېدلې او پکې دوه پیلوټان مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP