Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په سمنګان کې یو شمېر مدني فعالان وايي، حکومت دې د دغه ولایت په تاریخي ځایونو کې د خپلسرو کیندنو مخه ونیسي او د هغو ساتنې او مراقبت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، د ۱۴۰۱ کال له پیل راهیسې ۱۱ زره ۵۴۰ کورني او ۷۳ بهرني سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
. . .
د سمنګان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د سړې هوا، د وښو کمښت او د تېرو کلونو وچکالیو له امله له ۱۰ زرو څخه ډېر څاروي له منځه تللي دي.
په روان کال کې په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغۍ ۷۰ سلنه زیاتوالي او د ناروغلرونکو مراجعه، د سمنګان ولایتي روغتون د بسترونو له کمښت او پایوازانو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي سره مخ کړی دی.
د سمنګان د ولایتي روغتون مسوولین وايي، د ۲۰۲۲ کال له پیله تر پایه په دغه روغتون کې د خوارځواکۍ څه باندې ۶۲۱ پېښې ثبت شوې چې د تېر کال په پرتله اته سلنه ډېروالی ښيي.
په کابل کې د وزلوبې څلورم ليګ سيالیو اتلولي د سمنګانو لوبډلې وګټله.
سمندر هغه نهه کلن ماشوم دی چې د سمنګان د مرکز ایبک ښار په «جهاديه» مدرسه کې د چاودنې له امله ټپي شوی او دا مهال په ولایتي روغتون کې بستر دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې پر دیني مدرسې بريد غندلى او ويلي يې دي، ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنيت ته ترټولو ستر ګواښ دى.
ځينو بهرنیو او پخوانيو افغان چارواکو د سمنګان په يوه مدرسه کې چادونه غندلې او دغه کار يې د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی دى.
د سمنګان مرکز ایبک ښار په یوې مدرسې کې د چاودنې له امله ۱۹ کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان په مرکز ایبک کې په یوې مدرسې کې چاودنه شوې چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP