ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال څه باندې ۱۱ زره کورني او بهرني سیلانیانو د سمنګان له تاریخي ځایونو لیدنه کړې

سږ کال څه باندې ۱۱ زره کورني او بهرني سیلانیانو د سمنګان له تاریخي ځایونو لیدنه کړې

author avatar
15 Mar 2023 - 19:16
سږ کال څه باندې ۱۱ زره کورني او بهرني سیلانیانو د سمنګان له تاریخي ځایونو لیدنه کړې
author avatar
15 Mar 2023 - 19:16

ایبک (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، د ۱۴۰۱ کال له پیل راهیسې ۱۱ زره ۵۴۰ کورني او ۷۳ بهرني سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی عمومي مدیر تاج‌الدین تابش په هغه غونډه کې وکړې چې د فرهنګي میراثونو د ملي ورځې نمانځلو په مناسبت د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تالار کې جوړه شوې وه.

تابش وویل، سږ کال ۱۱۵۴۰ کورني او ۷۳ بهرني ګرځندویانو د سمنګان ولایت له تاریخي ځایونو لیدنه کړې چې له دې لارې څه باندې ۱۴۷۰۰۰ افغانۍ عواید ټول شوي دي.

په یاده غونډه کې د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور رییس فیروزالدین منیب د کلتوري میراثونو ساتنه د هر هېوادوال دنده وبلله او زیاته یې کړه، دغه ریاست له فرهنګي میراثونو ساتنه خپل مسوولیت ګڼي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې مدیر محمدامین عزیزي وویل، سمنګان ولایت د زیارتونو او سپیڅلو ځایونو په ګډون ۹۱ تاریخي ساحې لري چې لرغونتوب یې بېلابېلو دورو پورې اړه لري.

نوموړي زیاته کړه، د کلتوري میراثونو ساتنه د اطلاعاتو او کلتور ریاست دنده ده، خو لرو سیمو لکه ولسوالیو ته د دغې ادارې د کارکوونکو دوامدار لاسرسی ناشونی دی او دوی په کال کې یو ځل له خپلو تاریخي  میراثونو لیدنه کوي.

هغه وویل، د اسلامي امارت له واکمنېدو وړاندې په تاریخي ځایونو کې د غیرمسوولو کسانو له لوري کیندنې کېدلې، خو اوس د خپل‌سرو کیندنو مخه نیول شوې ده.

همداراز، نوموړي په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د یوې تاریخي ساحې د کشفېدو خبر ورکړ او وویل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابدو مسوولینو هم له یادې ساحې څخه لیدنه کړې او د سمنګان په تاریخي میراثونو کې ثبت شوې ده.

د ایبک ښار یوه اوسېدونکي عبدالحق اریانفر د کلتوري میراثونو د ساتنې په اړه وویل، تاریخي ابدې چې له نیکونو په میراث پاتې دي، ساتنې او مراقبت ته یې باید ځانګړې پاملرنه وشي څو له اوسني نسل څخه بل نسل ته په میراث پاتې شي.

هغه وویل، خلک له اسلامي امارت او نورو کلتوري بنسټونو د کلتوري اثارو مراقبت او ساتنې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي؛ ځکه چې د کلونو جګړو له امله ډېری فرهنګي میراثونه او ځایونه ویجاړ شوي او لازمه ده چې ساتنې ته یې لا ډېر پام وشي.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.