ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د ماشومانو سینه بغل ناروغۍ پېښې ۷۰ سلنه ډېرې شوې دي

سمنګان کې د ماشومانو سینه بغل ناروغۍ پېښې ۷۰ سلنه ډېرې شوې دي

author avatar
18 Jan 2023 - 19:46
سمنګان کې د ماشومانو سینه بغل ناروغۍ پېښې ۷۰ سلنه ډېرې شوې دي
author avatar
18 Jan 2023 - 19:46

ایبک (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۱): په روان کال کې په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغۍ ۷۰ سلنه زیاتوالي او د ناروغ‌لرونکو مراجعه، د سمنګان ولایتي روغتون د بسترونو له کمښت او پایوازانو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي سره مخ کړی دی.

د سمنګان ولايت د شهيد ډاکټر اکرام‌الدين وکيل‌زاده ولایتي روغتون رييس ډاکټر سيد محمدعثمان احمدي وويل چې د تېر کال په پرتله د سينه بغل ناروغي ٧٠ سلنه زياته شوې ده.

هغه د دې ناروغۍ د ډېرېدو لامل سړه هوا، نامناسبه تغذیه، د کورونو نه تودوالی او د کورنیو کمزوری اقتصاد بولي.

هغه وايي، پر سينه بغل د اخته ماشومانو د مړينې کچه په نسبي ډول کمه ده او هره اوونۍ لږ تر لږه دوه ماشومان د یادې ناروغۍ له  امله خپل ژوند لاسه ورکوي چې د فیصدۍ پر اساس، له یوې سلنې کمه برخه جوړوي.

نوموړی پر سينه بغل د اخته ماشومانو د مړينې لاملونه پر وخت روغتون ته نه رسېدل بولي او وايي، په ولايتي روغتون کې پر سينه بغل اخته ډېرى ماشومان د دغه ولايت له لرې ولسواليو څخه دي.

د یاد روغتون د ماشومانو څانګې متخصص ډاکټر سمیع‌الله سنا وويل، پر سينه بغل اخته ډېری کسان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او سپین ږیري دي.

هغه زياته کړه، هره ورځ په منځنۍ توګه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې ناروغان د ماشومانو څانګې ته مراجعه کوي چې له ډلې یې له ۳۵ څخه تر ۴۰ ناروغان بستر کېږي او د پاتې نورو درملنه کېږي او رخصتېږي.

نوموړي زياته کړه، د یاد روغتون د ماشومانو څانګه ۴۰ بسترونه لري او اوسمهال ۱۵۶ ناروغان بستر دي؛ یعنی په منځني ډول په هر بستر کې څلور ناروغان بستر دي.

نوموړي د دې ترڅنګ چې د درملو، اکسیجن، خوراکي توکو او نورو طبي تجهیزاتو په ګډون له خپلو شته امکاناتو خوښي وښوده، خو د مسلکي پرسونل او بسترونو کمښت یې په اوسنیو شرایطو کې د روغتیایي سکتور پر وړاندې د ستونزو په توګه یاد کړ او له مسوولینو یې دې برخو کې ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ايبک ښار د ګزه ملا قربان اوسېدونکې ٤٦ کلنه ملالۍ چې خپل ماشوم يې د درملنې لپاره روغتون ته راوستی، وايي: «زما ماشوم سينه بغل دی، ټوخی هم لري او له څلورو ورځو راهيسې په روغتون کې بستر دى.»

نوموړې د دغه روغتون د ډاکټرانو له چلنده د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، په يوه چپرکټ کې له درېيو تر څلورو ناروغان بستر دي او د کېناستلو ځاى نه لري او ډېرى وخت پر کمپله د ځمکې پر مخ کېني.

مېرمن نجيبه له څلورو ورځو راهيسې روغتون ته د خپل ماشوم د درملنې لپاره مراجعه کوي او ماشوم يې بستر دى.

هغه له ناروغانو سره د دغه روغتون د روغتیاپالانو له چلند او درملنې څرنګوالي څخه خوښي ښيي، خو د بسترونو له کمښته شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د سمنګان ولايتي روغتون مسوولين وايي، سړه هوا، د کورنيو ناوړه اقتصادي حالت، نامناسبه تغذيه، په کورنيو کې د ژوند اسانتياوو نشتوالى او نور د موسمي ناروغيو لکه سینه بغل، نفس تنګۍ او شري ډېرېدو لاملونه دي.

هغوی وايي، که دې ستونزې ته رسېدنه و نه شي، د دغو ناروغیو له امله د مړینې شمېر به ډېر شي.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.