ایبک (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د سمنګان ځايي مسوولین وايي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو په لرو سیمو کې ماشومانو ته ۱۵۰ سیمهییز ټولګي جوړ شوي دي.
د یاد پروګرام پليکوونکي دفتر «صدا» مسوول رفیعالله نوري وايي، دغه سیمهییز ټولګي د سمنګان ولایت په درهصوف پایان، فېروزنخچیر، حضرت سلطان او خلم ولسوالیو کې جوړ شوي او په یوه وخت کې د ۴۵۰۰ زدهکوونکو د جذب ظرفیت لري.
نوموړي زیاته کړه، دغه پروګرام په یادو ولسوالیو کې ۱۰۸ کلي تر پوښښ لاندې لري چې د ۴۵۰۰ زدهکوونکو له ډلې ۲۴۶۰ یې نجونې دي او د ټاکلې کړنلارې له مخې، یاد ټولګي په هغو سیمو کې جوړ شوي چې ماشومان یې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري او له ښوونځیو سره یې واټن لرې دی.
نوري وویل، په یاد پروګرام کې د پوهنې نصاب پلی کېږي او زدهکوونکو او ښوونکو ته درسي کڅوړې هم په پام کې نیول شوې دي.
د «صدا» دفتر مسوول وویل، د دغه پروګرام له پلي کولو یې موخه هغو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابرول دي چې له سیمو یې د ښوونځیو لرېوالي او لارو خرابوالي له امله له زدهکړو محروم پاتې دي.
د یادو ټولګیو یوه ښوونکي فدامحمد حلیمي وویل، په لرو کلیو کې د دغه ډول ټولګیو جوړول ډېر مهم دي او دا چاره له زدهکړو بېبرخې ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابروي.
د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکی نجیبالله هم د لرو سیمو ماشومانو ته د یادو ټولګیو جوړول ستایي او د پوهنې ریاست له مسوولینو غواړي چې د لرو سيمو د ماشومانو د تعلیم په برخه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
د یادونې ده، دغه پروګرام د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ پیل شوی چې د «SADA» یا (Social Association for Development of Afghanistan) دفتر له خوا د شپږو میاشتو لپاره په یادو ولسوالیو کې پلې کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن