Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سرپرست حکومت له واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره له عربي متحده اماراتو (دوبۍ) څخه مزارشریف ته د هوايي کارګو له لارې ۱۶ ټنه سوداګریز توکي راورسیدل.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د قرغزستان د سوداګرۍ وزیر سره په لیدنه کې وغوښتل، چې ددغه هېواد له لارې له چین څخه د افغان سوداګرو د وارداتو لپاره اسانتیاوې لا زیاتې شي تر څو دا لار پر یوه کامیابه ټرانزیټي مسیر بدله شي.
اټلانټا (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲) : د راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د هلو ځلو په پایله کې ټاکل شوې ده، چې د تورخم دروازه نن سه شنبه خلاصه شي.
مولوي امیرخان متقي هرات کې د ترکمنستان بهرنیو چارو له وزیر سره په ليدنه کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د لېږد پر لارو، تورغونډۍ بندر کې د رېلپټلۍ سټېشن پر پراختیا او د هرات د نورالجهاد برق سبسټېشن د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وایي چې د اسلامي امارت د رهبر په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه کې د واخان بندر په اړه خبرې شوې او ډېر ژر به له چین سره د دې بندر پر پرانېستلو یوې هوکړې ته ورسېږي.
اټلانټا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو سربېره، په دې وروستیو کې دغه
. . .
اټلانټا (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره جنس په جنس سوداګري پیلوي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوي د پاکستان د کراچۍ ښار بندرونو له عمومي رییس سره پر ټرانزیټي او سوداګریزو ستونزو خبرې وکړې.
په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي له هندي پانګهوالو وغوښتل چې له افغانستان سره دې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي او د تولیدي ظرفیت لوړونې په برخه کې له افغان سوداګرو ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر او د اماراتو د ابوظبۍ سوداګرۍ خونې، له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP