Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې له کندهاره بهر د انارو صادرات پيل شوي او تر دې مهاله د څه باندې ۲۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت له ۴۷زره ټنه ډېر انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.
په کندهار کې د انګورو د حاصلاتو له ټولولو سره جوخت یې صادرات هم پای ته رسېدلي او سږ کال د څه باندې ۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵زره ټنه انګور بهر ته صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ډېر ژر به د ۶۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۸ ټنه جلغوزي د ځمکې له لارې ایټالیا ته صادر شي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په تېر يو کال کې د افغانستان توليد ۶ زره او ۴۵۳ ټنه ګول سيخ پاکستان ته صادر شوی دی.
د ننګرهار د کانونو رياست وايي، په تېرو شاوخوا نهو مياشتو کې له دغه ولايت څخه بهرنيو هېوادونو ته ۳۰۰زره ټنه شوکاڼی صادر شوی دی.
د کندهار سوداګرۍ خونه او د وچې مېوې سوداګر وايي، له دغه ولایت څخه بهر ته د وچې مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی او یوازې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د څه باندې ۹۶ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۲۹زره ټنه ډېر کشمش/ممیز بهر ته صادر شوي دي.
د کندهار سوداګرۍ خونه وايي، له دغه ولایت څخه بهر ته د انځرو په صادراتو کې ډېروالی راغلی او په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د څه باندې ۱۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵زره ټنه انځر بهر ته صادر شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP