ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت وچه مېوه اروپا ته صادر شوه

د دوه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت وچه مېوه اروپا ته صادر شوه

author avatar
26 Nov 2022 - 15:14
د دوه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت وچه مېوه اروپا ته صادر شوه
author avatar
26 Nov 2022 - 15:14

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): یوه خصوصي شرکت د صنعت او سوداګرۍ له وزارت، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې او کابل ګمرک سره په همغږۍ د دوه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۲۰ ټنه وچه مېوه اروپا ته صادر کړه.

نن د لېندۍ په ۵مه، د کابل ګمرک په ریاست کې په دې اړه جوړو شوو مراسو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت‌الله جمال، د دغه وزارت د صادراتو د پراختیا مشر احسان‌الله فطرت، د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي، د کابل ګمرک ریاست مشر ثنا‌الله نوید او یو شمېر سوداګرو ګډون کړی و.

د کابل ګمرک ریاست مشر ثناءالله نوید وویل، نن د دوه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۲۰ ټنه وچه مېوه له کابله د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې، د اروپا یو شمېر هېوادونو ته صادرېږي.

هغه زیاته کړه، په صادرېدونکې وچه مېوه کې بادام، پسته، ممیز، نخود، کښته او یوه انداز زعفران شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.