Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په ننګرهار کې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسيون فعاليت پيل کړ؛ مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ټولې غصب شوې ځمکې به بېرته راوګرځول شي.
د بغلان حکومتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې په تېرو ٢٠ کلونو کې ۲۷زره ۹۸۴ جریب دولتي ځمکې غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره یې هلېځلې روانې دي.
په کندوز کې د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون رییس وایي، په دغه ولایت کې ۱۴۶زره جریبه دولتي ځمکې غصب او تر اوسه سلګونه جريبه یې بېرته راګرځول شوې دي.
په غزني کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې په یوه تازه ګام کې د دغه ولایت په مرکز کې پر غصب شوو دولتي ځمکو د جوړ شوو هټیو، پټرول پمپونو، کورونو او نورو ودانیو نړولو لړۍ پیل کړه.
د ټولګټو وزارت وایي چې په کابل کې يې ۱۳۵ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولې ده.
د زابل چارواکي وايي، د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه یې کمپاین پیل کړی او په دغه لړ کې یې په مرکز کلات کې د کډوالو ښارګوټي اړوند ۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي چې په دغه ولایت کې ۴۰۰جریبه ځمکه له غاصبینو څخه خلاصه شوې ده.
د لغمان مرستیال والي وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د بابا صاحب دښته کې يې د کډوالو د يوه ښارګوټي سل جریبه ځمکه له غاصبینو خلاصه کړې ده.
کابل ښاروالۍ د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د ۱۶۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخنیوی کړی دی.
د زابل د عدلیې ریاست وايي، په دغه ولایت کې یې له غصبه د دولتي ځمکو د خلاصون لړۍ پيل کړې چې تر دې مهاله په مرکز کلات او ولسوالیو کې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او په تړاو یې ۱۵ کسان نیول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن