Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پکتيا حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په ځینو سيمو کې ٦٣ زره جريب غصب شوې دولتي ځمكه بېرته راګرځول شوې ده.
په سرپل کې د دولتي ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې مسوولین وایي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰ زره جریب دولتي ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې ده.
د ننګرهار ولايت د سينديزې حوزې سرپرست رييس وايي، په دغه ولایت کې د کابل سيند دواړو غاړو ته زرګونه جريب ځمکه غصب شوې چې د راګرځولو لپاره یې پر يوه پلان کار کوي.
لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټه وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۵۰ زره جریب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د جوړېدونکي نړۍوال اسلامي پوهنتون يوه اندازه ځمکه د ځايي اوسېدونکو له خوا غصب شوې او کورونه پرې جوړ شوي دي.
د بغلان حکومتي مسوولین وايي، د پخواني حکومت د ځینو کارکوونکو او زورواکانو له خوا په دغه ولایت کې ۲۷۹زره ۸۴۰ جریب دولتي ځمکه غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره یې کار پیل شوی دی.
د عدلیې وزارت مسوولین وایي، په کابل کې یې تر اوسه ۹۲۵۱ جریب دولتي غصب شوې ځمکه تثبت کړې چې له څېړنو وروسته به راوګرځول شي.
چارواکي وايي، د غزني هوايي ډګر شاوخوا ۳ زره جریبه ځمکه غصب شوې چې کورونه، باغونه او د خښتو بټۍ پکې جوړې شوې دي.
کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د عدلیې وزارت وایي چې په کابل ولایت کې د غصب شوو ځمکو څېړنه د ملا ترهخېل له ښارګوټي پیلېږي.
په ننګرهار کې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسيون فعاليت پيل کړ؛ مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ټولې غصب شوې ځمکې به بېرته راوګرځول شي.
د بغلان حکومتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې په تېرو ٢٠ کلونو کې ۲۷زره ۹۸۴ جریب دولتي ځمکې غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره یې هلېځلې روانې دي.
په کندوز کې د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون رییس وایي، په دغه ولایت کې ۱۴۶زره جریبه دولتي ځمکې غصب او تر اوسه سلګونه جريبه یې بېرته راګرځول شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن