Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غور ځایي مسوولینو د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار مربوطاتو کې د یوه مخابراتي سایټ له فعالېدو خبر ورکړی او وایي چې په دې سره به ۲۴ زره کورنۍ له باکیفیته مخابراتي خدماتو برخمنې شي.
د غور د پاسپورټ په اداره کې مسوولین د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۱۷ زره ټوکه پاسپورټونو له وېشل کېدو خبر ورکوي چې له درکه یې څه باندې ۹۲ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
غور کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت د الفاروق ۲۰۷ قولاردو دویمې لوا په انګړ کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت جامع جومات جوړېږي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، یو ځوان ګرځندوی چې له ایرلېنډ څخه یې دغه ولایت ته سفر کړی و، نن د اسلام په مبارک دین مشرف شو.
د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین غور ته په خپل سفر کې د جام منار د کتنې پر مهال وویل، یونسکو باید د دغه منار ساتنې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال د جام منار وضعیت ارزونې په موخه غور ولایت ته سفر کړی دی.
غور کې د دوو قومونو ترمنځ سله کلنه دښمني چې له امله یې د دواړو خواوو سل کسان وژل شوي وو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په منځنګړیتوب پای ته ورسېده.
غور کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
غور کې امنیتي سرچینې د نشهیي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تړاو د څلورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي او وايي چې له دغو کسانو څخه څه باندې ۱۸۰ کیلوګرامه نشهیي توکي ترلاسه شوي دي.
غور کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
غور کې سوداګرې او متشبثې ښځې د خپل کاروبار له پیکه کېدو شکایت لري، له حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي او په دغه ولایت کې دې د کاروبار ځانګړی ځای ورته جوړ کړي.
د اسلامي امارت مشر د غور ولایت له مسوولینو سره کتلي او هغوی ته یې د نظام د استحکام، د شریعت د تنفیذ او نورو برخو کې لارښوونې او توصیې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP