Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
غور کې ځايي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د اوبو رسونې د یوې شبکې کار پیل شوی او ګټې اخیستنې ته په سپارلو سره به یې اووه سوه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د پسرلي له رارسېدو سره سم په غور کې یو شمېر کروندګرو ښځو د سېلابونو له امله د خپلو ویجاړو شوو کرنیز ځمکو او شنو خونو بیا احیا کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
غور کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې پر یوه کور د تندر لوېدو پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پسرلي موسم په رارسېدو سره هغه نیالګي پلورونکي چې زرګونه زینتي، میوهلرونکي او بېمیوې نیالګي یې د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته راوړي، د خپل پلور له غوړېدو خبرې کوي.
د روژې میاشتې له پیل سره د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال د رمضاني جام سیالۍ د «ارين سيکلت» لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
غور کې یوه مور چې د ژوند ۲۵ کاله یې د خپلو درېیو فلج اولادونو په پالنه کې تېر کړي وايي، د اولادونو درملنه یې شونې ده، خو پیسې نه لري درملنه یې وکړي؛ هغه له حکومت او نورو مرستهکوونکو غواړي څو مرسته ورسره وکړي.
د غور د والي ویاند وايي چې تېر میلادي کال په دغه ولایت کې د جرګو او منځګړیتوب له لارې ۲۱ اختلافي قضیې حل شوې او دغه ډول ډېرې نورې قضیې هم شته چې هواري ته اړتیا لري.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له یوې موسسې سره د څه باندې ۶۹۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د غور ولایت په منار جام سیمه کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د هوټل او مېلمستون چارې بشپړې شوې.
ځایي سرچینې وایي چې د روان کال تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۰۰ بهرنیو ګرځندویانو له غور او ۴۷ له جوزجانه لیدنه کړې ده.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو د وضعیت ارزونې لپاره د ډیجیټل دستګاوو نصبولو خبر ورکوي او وايي چې تېرو په څه باندې درېیو کلونو کې په غور کې ۲۰۰ تاریخي ابدې او لرغوني ځایونه پېژندل او ثبت شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP