فیروزکوه (پژواک، ۱۹ حوت ۱۴۰۳): د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري وايي چې یاده پېښه پرون شپه نهه بجې د فیروزکوه ښار په «پوزهلیچ» سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه: «له بده مرغه ترافیکي پېښه د دوو موټرسایکلونو ترمنځ د ټکر له امله شوې، تېره شپه پر یوه موټرسایکل سپاره دوه کسان مړه شوي او دوه نور سخت ټبیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.»
نوموړي د یادې پېښې لامل د موټرسایکل چلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
د چلوونکو له خوا بېاحتیاطي، د سړکونو خرابولی او د ترافیکي قوانینو په اړه نه پوهای په غور کې د ترافیکي پېښو عمده لاملونه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP