کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د غور ولایت په منار جام سیمه کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د هوټل او مېلمستون چارې بشپړې شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرياڼه کې راغلي چې دغه هوټل او مېلمستون د دغه وزارت د پراختيايي بوديجې څخه د شاوخوا ۱۶میليون افغانيو په لګښت سره جوړ او ګټې اخستنې ته چمتو شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پاليسۍ رئيس قاري فدامحمد دوست ویلي، د روان کال تر پايه به په کاپيسا، نورستان او پکتیا ولايتونو کې هم د هوټلونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې په يادو ولايتونو کې د سیلانيانو د اوسېدو لپاره مناسب ځايونو شتون نه درلود، چې د دې هوټلونو په جوړېدو سره به هېواد کې د ګرځندوی صنعت پراختيا ومومي او سیلانيانو لپاره به لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP