Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کندهار کې د اسلامي امارت مشر د وزیرانو شورا غونډې ته په وینا کې ویلي، له خلکو سره له زوره کار مه اخلئ چې بیا مقابله درسره کوي او ټولو هېوادوالو ته له توپیر پرته خدمات وړاندې کوئ.
ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره ګډ امنیتي پلان د جوړښت په موخه لومړۍ ګډه غونډه کړې او دغه پلان به له منظورۍ وروسته ټولو اړوندو ادارو ته واستول شي.
د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په تړاو کېدونکې “مهمه“ غونډه ښایي راتلونکې میاشت په قطر کې جوړه شي.
د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو مشرانو غونډه سبا د هند په کوربهتوب جوړیږي او ټاکل شوې په دې ناسته کې د افغانستان پر مسایلو هم خبرې وشي.
یوه سرچينه وایي چې د افغانستان په اړه د اوسلو غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو استازو برخه اخیستې ده.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مشر نن په ترکیه کې د رېلپټلۍ نړۍوالې اتحادیې د منځني ختيځ څانګې (UIC RAME) په ۳۱مه غونډه کې ګډون کوي.
کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۲): نن د اتریش په پلازمېنې ویانا ښار کې د شاوخوا دېرش افغان سیاسي څېرو په ګډون جوړېدونکې غونډه کې «د
ملګري ملتونه وايي چې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د دغه سازمان د سرمنشي راتلونکې غونډه د افغانستان سرپرست حکومت د پرسمیت پېژندنې لپاره نه، بلکې افغانستان کې د ستونزو هواري لپاره ترسره کېږي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.
ټاکل شوې چې نن د شانګهای همکاریو سازمان کلنۍ ناسته په نوي ډهلي کې ترسره شي چې پکې به د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادو د وضعیت په تړاو هم خبرې وشي.
د اسلامي همکاریو سازمان د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د غونډې له جوړېدو خبر ورکړی او ويلي یې دي، په دغه ناسته کې به د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، بشري مسایلو او د فلسطین وضعیت ترڅنګ، د افغانستان په تړاو هم خبرې وشي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ګاونډيو هېوادنو ځانګړو استازو د لومړنۍ غونډې د کوربهتوب خبر ورکوي او وايي، ګډونوال به د افغانستان اوسني وضعیت او د اوږدمهاله سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره د همکاریو په اړه خبرې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP