د فراه ولایت د صرافاتو ټولنه وايي چې پرون يې د زړو پيسو د راکړې ورکړې ستونزې په اعتراض کې کاربندیز کړی دی.
د فراه ولایت ځیني اوسېدونکي په دوبي کې د حرارت درجې لوړېدو ته اندېښمن دي او وایي، د دغه ولایت د کووېډ ـ ۱۹ یوازینی روغتون په داسې حال کې غېر فعال دی چې په دې وروستیو کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي.
فراه ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱) : نامعلومو وسله والو کسانو د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د پخواني حکومت د ولسوال ملا سید محمد
د فراه د عامې روغتيا ریاست وايي چې د دغه ولایت په ملکي روغتون کې د نورو ۳۰ بسترونو په زیاتېدو سره، دغه روغتون ۱۵۰ بستریز شو.
د فراه د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي، شاوخوا زر کورنۍ چې په تېرو کلونو کې د جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو د دغه ولایت مرکز ته راغلې وې، بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې پرون يې د دغه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې يو ۱۴ کلن هلک د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړی او په دې تړاو يې دوه کسان هم نيولي دي.
د فراه د کرنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې سږ کال پر ١٥٢٦٨ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوي او د حاصلاتو کچه يې هم ښه ده.
د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر نن د غبرګولي په ۱۴مه، فراه ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د کرنیزو محصولاتو خونه پرانیستله.
د خوړو نړیوال سازمان له خوا په فراه ولایت کې له ۲۲زره بېوزلو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د راکټ مرمۍ د سرګلولې چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي چې په دغه ولایت کې ۴۰۰جریبه ځمکه له غاصبینو څخه خلاصه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP