ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا نړۍوال سازمان د فراه کووېډ ـ ۱۹ روغتون بېرته فعالوي

د روغتیا نړۍوال سازمان د فراه کووېډ ـ ۱۹ روغتون بېرته فعالوي

author avatar
16 Jul 2022 - 18:59
د روغتیا نړۍوال سازمان د فراه کووېډ ـ ۱۹ روغتون بېرته فعالوي
author avatar
16 Jul 2022 - 18:59

فراه (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د فراه ولایت ځیني اوسېدونکي په دوبي کې د حرارت درجې لوړېدو ته اندېښمن دي او وایي، د دغه ولایت د کووېډ ـ ۱۹ یوازینی روغتون په داسې حال کې غېر فعال دی چې په دې وروستیو کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي.

دا په داسې حال کې دی چې د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د کرونا ناروغۍ ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ویلو ده چې شاوخوا دوه کاله مخکې، په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د کووېډـ۱۹ پنځوس بستریز روغتون د فراه ښار په سوېل کې جوړ شو، خو د تېر کال د زمري په ۲۴ مه د مخکني نظام له نسکورېدو وروسته د دغه روغتون فعالیت د اقتصادي ستونزو له امله په ټپه ودرېد.

د ښاریانو اندېښنې

د فراه ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي بسم‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د تودوخې درجه لوړه شوې او کرونا ته ورته پېښې ډېرې شوې چې ښایي مثبتې وي.

نوموړی په فراه کې د کرونا مثبتو پېښو ډېرېدو ته اندېښمن دی او په دغه ولایت کې د کووېډ ـ ۱۹ روغتون د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړه: «د کرونا روغتون تړل شوی او دا یوه لویه ستونزه ده چې باید ورته رسېدنه وشي. همدا اوس ډېر ناروغان شته دي چې رېزش، تبه او شدید ټوخی لري، ښایي کرونا یې مثبته وي.»

د فراه ښار بل اوسېدونکی نجیب‌الله هم ورته شکایت لري او وایي: «که د کرونا روغتون فعال نه شي، نو شونې ده چې د کرونا ناروغي بیا ډېره شي.»

سرچینه وایي، اوسمهال د موسمي ناروغیو ناروغان ډېر شوي او ښایي پکې کرونایي ناروغان هم شتون ولري.

نوموړی هم د دغه روغتون د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د دغه روغتون پخوانی سرطبیب محمد‌عارف زلال پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه روغتون له ۹ میاشتو راهیسې فعالیت نه لري.

نوموړی اندېښمن دی چې د هوا له ګرمېدو سره د کوویډ- ۱۹ ناروغانو شمېر به ډېر شي.

مسوولین: د روغتیا نړۍوال سازمان دغه روغتون د درېیو میاشتو لپاره فعالوي.

د فراه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سراج‌الدین مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د کرونا یو روغتیایي مرکز شته دی چې له نهو میاشتو راهیسې له فعالیت پاتې دی.

د نوموړي په وینا، د روغتیا نړۍوال سازمان ژمنه کړې چې د فراه کووېډ ـ۱۹ روغتون به د درېیو میاشتو لپاره بیا ځلي فعالوي.

نوموړی هم د ناروغانو ډېرېدو ته اندېښمن دی او وایي چې په تېره یوه میاشت کې د کرونا  ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کرونا ويروس له خپرېدو راهيسې په دغه روغتون کې ۱۸۴۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې ١۴٣ کسان مړه شوي او ١٢٢٠ کسان  بېرته رغېدلي دي.

Visits: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.