Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خوندي توګه د فلسطین غزې ښار ته د بشري مرستو دلېږلو د غوښتنې پرېکړه لیک تصویب کړ.
د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې پلاوي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، د فلسطین قضیه د ټول امت قضیه ده چې مسوولیت یې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ورګرځي.
د راپورونو له مخې، دامریکا په ورمانټ ایالت کې په یوه وسله وال برید کې درې تنه فلسطينیان ټپیان شوي دي.
تر ۴۸ ورځو خونړیو جګړو وروسته د اسراییل او حماس ترمنځ څلور ورځنۍ اوربند پیل شو، بلخوا حماس ۲۳ اسراییلي او تایلینډ بندیان خوشې کړل.
دسعودي او مصر په ګډون د پنځو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چین ته د سفر پر مهال له دغه هېواده د غزې د جګړې درولو کې مرسته غوښتې ده.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي د بمبارۍ ترڅنګ، بریدونو ته دوام ورکړی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسراییلي ځواکونو یو ځل بیا په غزه کې د کډوالو پر کمپ هوایي بریدونه کړي چې له امله یې له ۳۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، اسر اییلي الوتکو غزه کې پر یوه پنډغالي هوایي برید کړی چې له امله یې تر پنځوسو زیات فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د مصر د رفح بندر له لارې د فلسطین غزې ښار ته د مرستو لومړۍ جوپه رسیدلې، بلخوا دغزې جګړې خلاصولو په موخه په مصر کې نړۍواله غونډه پیل شوې ده.
د فلسطین په غزه ښار کې روغتیایي مسوولینو ویلي چې د اسراییل په هوایي بریدونو کې تر اوسه ۳۵۰۰ کسان وژل شوي او تر ۱۲ زرو ډېر نور ژوبل شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د غزې پر هغه روغتون هوایي برید کړی او له ۵۰۰ ډېر کسان یې وژلي چې زرګونو فلسطینیانو هلته پناه اخیستې وه.
د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې د فلسطين په ملاتړ او د اسرایيلو پر ضد د نيزهوهنې لوبه ترسره شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن