ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو له ټولو هېوادونو وغوښتل چې فلسطین په رسمیت وپېژني

د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو له ټولو هېوادونو وغوښتل چې فلسطین په رسمیت وپېژني

author avatar
4 Jun 2024 - 10:40
د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو له ټولو هېوادونو وغوښتل چې فلسطین په رسمیت وپېژني
author avatar
4 Jun 2024 - 10:40

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له ټولو هېوادونو غوښتي چې په منځني ختیځ کې د سولې ټینګښت لپاره فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.

د رویټرز د راپور له مخې، فلسطین کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون یو شمېر کارپوهانو پرون (دوشنبه) د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندنه د دغه هېواد د خلکو د حقونو او د خپلواکۍ لپاره د هغوی د مبارزې مهمه ستاینه وبلله.

یادو کارپوهانو ویلي، دا په فلسطین او ټول منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې ‌شرط دی چې په غزه کې د اوربند په اعلانېدو او پر رفح د نظامي یرغل په نه کولو سره پیلېږي.

دغه غوښتنه د اسپانیا، ایرلېنډ او ناروې هېوادونو له لوري د فلسطین له رسمیت پېژندنې څو ورځې وروسته شوې ده.

د یادولو ده چې اسلامي امارت، ترکیې، قطر او د اسلامي همکاریو سازمان د یادې پرېکړې هرکلی کړی دی.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.