Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په ننګرهار ولایت کې د سرحدي ځواکونو له لوري د ۵۹ کيلوګرامه نشهيي توکو قاچاق په تور ۱۱ کسان نيول شوي دي.
ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي، د ګمرک مسوولينو تورخم کې د درملو، قيمتي او نيمهقيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په بيبي تیري او جندوم سیمو کې یې په دوه بنز موټرو کې د بار شوې اوسپنې او مسو د قاچاق مخه نیولې ده.
ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي چې تورخم ښارګوټي کې يې پاکستان ته د شپږ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې په بټيکوټ ولسوالۍ د ۷۵ کیلوګرامه چرسو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو ازبکستانی وګړی له سلګونه بوتل شرابو سره نیول شوی دی.
د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاکستان ته د سلګونه کیلوګرامه سرب او مسو د قاچاق مخنیوی شوی او ورسره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.
ننګرهار ولايت کې مسوولین وايي، تورخم کې د ګمرک کارکوونکو پاکستان ته د یوه اندازه قيمتي او نيمهقيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.
ځایي سرچینې وايي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې سلګونه لېتر الکولي مشروبات کشف او ضبط شوي او بلخوا سرپل کې د ۷۵۰ کیلوګرامه کاسټیک د قاچاق مخنیوی شوی او د دواړو پېښو په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
په فراه کې امنيتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په جوین ولسوالۍ کې یې اووه تنه ایران ته د څارویو قاچاق په تور نیولي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې یو کس د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور نیولی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات په اسلامکلا بندر کې د یو نیم میلیون ریال، ۴۵۰ زره یورو او ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP