د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، نن د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د کبانو روزنې ۴۰ فارمونو جوړولو چارې پيل شوې.
په لغمان کې له ۷۲ بېوزله کورنیو سره نغدي مرسته، ميدان وردګو کې د مچيو له ۳۷ روزونکو سره د وسایلو او د کابل خاکجبار کې له ۵۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې پرون د قومي مشرانو په منځګړتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یو شمېر ښوونکي وايي، دوی ته په تېر نظام کې د یوې یوې نمرې ځمکې اسناد ورکړل شوي، خو لا ځمکې یې ورته سپارل شوې نه دي.
د لغمان امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د غرقیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه کسان له ۳۱۴ کیلوګرام چرسو سره یوځای نیول شوي دي.
د لغمان په مرکز او الینګار ولسوالۍ کې ۱۳۷ بېځایه شوو او په کونړ کې ۸۰ زلزلهځپلو کورنیو ته د کورونو جوړولو چارې پيل شوې دي.
د لغمان په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځيو د ودانیو د ترمیم او احاطې دېوالونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
لغمان کې د چرګانو یو شمېر فارملرونکي وايي، له پاکستانه د غوښې چرګانو وارداتو يې د تولیداتو بازار خراب کړی او ان خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولای.
د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې د ١٣ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۲ ښوونځيو ودانۍ ترمیم شوې.
مهترلام (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د لغمان په مرکز، الینګار او قرغیو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۰ ژورو
د لغمان د عامې روغتيا ریاست له ډاکټرانو غوښتي چې ناروغانو ته دې واضحه او عامفهمه نسخې وليکي.
د لغمان روغتيايي مسوولين وايي، يوې مور په يوځل يوه لور او درې زامن زېږولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP