ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د چرګانو فارم‌لرونکي وايي، له پاکستانه د چرګانو واردېدو سخت زیانمن کړي

لغمان کې د چرګانو فارم‌لرونکي وايي، له پاکستانه د چرګانو واردېدو سخت زیانمن کړي

author avatar
13 Dec 2022 - 11:12
لغمان کې د چرګانو فارم‌لرونکي وايي، له پاکستانه د چرګانو واردېدو سخت زیانمن کړي
author avatar
13 Dec 2022 - 11:12

مهترلام (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): لغمان کې د چرګانو یو شمېر فارم‌لرونکي وايي، له پاکستانه د غوښې چرګانو وارداتو يې د تولیداتو بازار خراب کړی او ان خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

په دغه ولایت کې د چرګانو فارم‌لرونکو اتحاديې مشر ډاکټر محبت‌الله محبت پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټول لغمان کې نږدې ۲۰۰ فارمونه فعالیت لري چې ۵۰ د غوښې چرګانو او ۱۵۰ نور د هګیو چرګانو د تولید دي.

ده وویل: «کله چې زموږ چرګان د پلور لپاره چمتو شي نو بازار ته پاکستاني چرګان وارد شي او موږ مجبور یو چې په نیمه بیه يې وپلورو.»

نوموړي زیاته کړه، په دغه ولایت په هر فارم کې په منځني ډول دوه زره چرګان شتون لري.

هغه له حکومته وغوښتل چې د پاکستاني چرګانو وارداتو مخه دې ونیسي او په وینا يې، که د دغه کار مخنیوی ونه شي نو دوی به اړ شي خپل فارمونه وتړي.

هغه دغه راز وویل چې حکومت باید له افغان پانګوالو ملاتړ ته پاملرنه زیاته کړي او له هغوی سره دې د چرګانو درملو، واکسین او دانې برخو کې هم مرسته وکړي.

د قرغیو ولسوالۍ اړوند د احمدزیو کلي اوسېدونکي عالم خان چې د چرګانو فارم لري، پژواک ته وویل، له ۱۵ کلونو راهيسې يې د چرګانو روزنې ته مخه کړې او په وینا يې، د پاکستاني چرګانو وارداتو يې د تولیداتو بازار خراب کړی دی.

نوموړي هم له حکومته وغوښتل چې له افغان پانګوالو د ملاتړ په موخه دې هېواد ته د پاکستاني چرګانو واردات بند کړي.

نوموړي وویل: «کله چې د لغمان فارمونو چرګان ورسېږي، په هماغه وخت له پاکستانه د غوشو بې کیفیته چرګان بازار ته رسېږي چې له امله يې داخلي فارمدارانو ته سخت مالي زیانونه اوړي.»

بلخوا د دغه ولایت د کرنې ریاست وايي، دوی په غیرقانوني توګه له پاکستانه د غوښو چرګانو وارداتو ته اجازه نه ورکوي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی پخوا هم له پاکستانه په غیرقانوني توګه د غوښې چرګانو وارداتو مخه نیولې او له دې وروسته هم هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د کرنې  وزارت له اجازې پرته ناروغ او په درملو غټ شوي چرګان هېواد ته وارد کړي.

Visits: 352

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.