Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۳ ماشومان یې په کابل کې د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې په بلخ کې ۲۴۴ ماشومان د تلسیمیا پر ناروغۍ اخته دي، بلخوا دغه ناروغان له خلکو د وینې او له حکومته د درملنې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲۶ ماشومان یې د درملنې په موخه د کابل ښار څلورو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
روغتیایي متخصصین په ماشومانو کې د سوري زړه ناروغي مورزادي ستونزه بولي او له کورنیو غواړي چې که له زېږون وروسته په ماشوم کې د نفستنګۍ، د نوکانو او شونډو شینوالي، تبې او کمزورتیا نښې وویني، ژر تر ژره یې دې روغتون ته ولېږدوي.
د داخله ناروغیو یو متخصص په ماشومانو کې خوارځواکي د ناسمې تغذیې، پر ځینو ناروغیو د اخته کېدو او د واکسین نه تطبیق له امله بولي او له کورنیو غواړي چې ماشومانو ته پر خپل وخت واکسینونه ورکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۷۰ ماشومان یې د درملنې په موخه د کابل ښار پنځو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د کندوز امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس خپل دوه ماشومان وژلي، یو بل ماشوم او مېرمن یې ټپیان کړي دي.
د فراه روغتیايي مسوولین وايي چې د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۲۶۸۶ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښیي.
د ملګرو ملتونو اړوندې ادارو د انساني قاچاق پر ضد مبارزې د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لا هم د انساني قاچاق یو پر درېیمه برخه قربانیان ماشومان دي خو په شمېر کې یې ۱۱ سلنه کموالی راغلی.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې دوه ماشومان د اوبو لویې ویالې ته له لوېدو وروسته مړه شوي دي.
د ماشومانو خوندیتوب سازمان ویلي، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبره تر اوسه په غزه کې لږ تر لږه ۲۱ زره ماشومان ورک شوي دي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، غزه کې له هرو لسو ماشومانو نهه یې کافي خوړو ته لاسرسی نهلري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP