خوست ښار (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): د خوست عامې روغتيا رياست مسوولین وايي، د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې له ۳۰۰ ډېر ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د دغه رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، د روان ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې له ۳۰۰ زیات ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي دي.
دی وايي، هڅه کوي په لرو پرتو سیمو کې د واکسین او د عامه پوهاوي کمپاینونه لا پراخ کړي څو په دغه ولایت کې د یادې ناروغۍ کچه کمه او له امله یې د شته خطراتو مخه ونیسي.
دی وايي: «د نورو ولايتونو په نسبت خوست ډېر ښه دی، کله چې موږ ته خبر را ورسېږي هغه ځای ته خپل کارمندان ليږو ترڅو هلته ارقام وګورو او علتونه يې معلوم شي. تراوسه د يوې ساحې په اړه موږ ته راپور راکړل شوی چې هلته د شري ۲۱ مثبتې پېښې وې، د نورو ولايتونو په رقم نورو ساحو کې يې نه لرو.»
ورته مهال، یو شمېر ناروغلرونکي هم وایي چې په دې وروستیو کې په دغه ولايت کې د شري ناروغي زیاته شوې او دوی هیله لري چې روغتیایي مسوولين یې د مخنیوي برخه کې جدي ګامونه واخلي.
د خوست يوه اوسېدونکي زيارتګل پژواک اژانس ته وويل: «ولا د شري مرض ډېر شوی دی، يو ماشوم مو هغه بله ورځ له لاسه ورکړ او دوه دانې اوس هم بستر دي. په لامل يې موږ هم نه پوهېږو بس يو دم مريض شي.»
د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي ګلاب خان بيا پژواک ته وويل، دغې ناروغۍ په لرو پرتو سیمو کې ډېره پراختیا موندلې، په کار ده چې د عامه پوهاوي ترڅنګ په کې د واکسین د پلي کېدو هڅې هم لا ګړندۍ شي.
دی وايي: «دلته روغتون کې موږ ته ډاکټران په وخت رسيدهګي کوي، خو شری هر ځای ډېر شوی دی، داسې ځای به نه وي چې هلته د شري ناروغي نه وي.»
شری يوه ساري ناروغي ده چې تر ډېره ماشومان زیانمنوي.
بل لور ته ډاکټران بیا وایي، په کار ده چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي او د وقایوي تدابیرو پاملرنه هم زیاته شي.
د نصیب په نوم يوه ډاکټر په دې اړه پژواک اژانس ته وويل: «دا عموم کې دوه ډوزه واکسين لري چې يو په نهه مياشتينۍ او بل په اتلس مياشتينۍ کې ورکول کيږي، که ماشوم د دې واکسينو څخه بې برخې شي نو ماشوم په شري اخته کيږي او هغه ماشوم چې له نهو مياشتو مخکې د مور له شيدو بې برخې وي، امکان د دې شته چې په شري اخته شي.»
د خوست د عامې روغتيا رياست د مسوولينو په وينا، تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په دغه ولایت کې یوازې یو کس د شري ناروغۍ له امله مړ شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP