اروزګان کې د ښوونځیو کمښت له امله څه باندې ۸۰ زره ماشومان له زدهکړو پاتې دي، او مسوولین د ښوونځیو جوړېدو لپاره له نړۍوالو مرستندویه ادارو د همکاري غوښتنه کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۱۵ نور د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
ډاکټران سپارښتنه کوي چې د زړه سوري ناروغي مخنیوي لپاره دې د نورو مواردو ترڅنګ، د امېدوارۍ پر مهال د خپلسرو درملو له کارولو، د زیږون ترمنځ مناسبې مودې نه مراعاتولو او له خپلوانو سره له واده کولو دې ډډه وشي.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست وایي، تېر کال په دغه ولایت کې ۱۰۰۰ ماشومان چې د شري پر ناروغۍ اخته وو، بستر شوي چې له جملې یې ۳۰ تنه مړه شوي دي.
د سترګو د ناروغیو یو ډاکټر په ماشومانو کې د لید ستونزو مخنیوی له عینکو د استفادې له لارې د درملنې وړ بولي او سپارښتنه کوي چې ماشوم باید د ورځې له دوه ساعته ډېر الکترونیکي وسایل ونه کاروي.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مروره ولسوالۍ کې د یوه لاسي بم چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، په تېرو نږدې ۱۵ مياشتو کې په دغه ولايت کې ۲۵۱۹ ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې يې ۱۲ مړه شوي دي.
. . .
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، غزه کې لس ماشومان له لوږې مړه شوي او هلته له دوو روغتونونو د دغه سازمان د لیدنو پایلې «وېروونکې او بدې» دي.
افغاني سره میاشتې ټولنه وایي چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې له ۲۸۰۰ ډېر د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه د کابل ښار روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پر سختو کارونو بوخت یو شمېر ماشومان وايي چې د بېوزلۍ له امله زدهکړې ترې پاتې دي او له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.
د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، د دغه ولایت له مرکز کندهار ښاره یې څه باندې ۳۰۰ یتیم او بېسرپرسته ماشومان ټول کړي او په دارالایتام کې یې د اوسېدو او زدهکړو زمینه ورته برابره کړې ده.