ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې یو شمېر ماشومان د بې‌وزلۍ له امله شاقه کارونه کوي

هلمند کې یو شمېر ماشومان د بې‌وزلۍ له امله شاقه کارونه کوي

author avatar
24 Jan 2024 - 15:59
هلمند کې یو شمېر ماشومان د بې‌وزلۍ له امله شاقه کارونه کوي
author avatar
24 Jan 2024 - 15:59

لښکرګاه (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پر سختو کارونو بوخت یو شمېر ماشومان وايي چې د بې‌وزلۍ له امله زده‌کړې ترې پاتې دي او له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

ډېری دغه ماشومان په ښار کې د لاسي کراچۍ چلولو، پلاستیک او بوتلونو ټولولو، بوټانو رنګولو او د سړکونو غاړو ته د توکو پلورلو برخو کې په کار بوخت دي.

د احمد په نوم یو ماشوم چې د هلمند نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، اوس له خپلې کورنۍ لښکرګاه ښار کې‎ په کرایه کور کې اوسېږي.

هغه وویل: «زه خپله کار کوم، د ورځې له دوو سوو نیولې تر دوه سوه پنځوس افغانیو کار کوم، یوازې دغه کراچۍ لرم، زړه مې دی زده‌کړې وکړم، خو که زه کار ونه‌ کړم، کورنۍ مې وږې پاتې کېږي.»

هغه چې د بې‌وزلۍ نښې یې پر مخ له ورایه ښکارېدې، د پژواک خبریال ته وویل، حکومت دې مرسته ورسره وکړي څو زده‌کړې وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «اسلامي امارت دې مونږ سره مرستې وکړي چې ښوونځي ته لاړ شم، زده‌کړې وکړم او خپل راتلونکی جوړ کړم.«

یوولس کلن شېرمحمد بل ماشوم دی چې په کراچۍ کې کچالو پلوري.

نوموړي پژواک ته وویل: «پلار مې سپین‌ږیری دی، ۹ کسیزه کورنۍ لرو، ټول لګښتونه په ما دي، دلته چې کچالو پلورم مجبوره یم، که مجبوره نه وای، ښوونځي ته تلم، د کور مصرف ډېر زیات دی، زه باید کار وکړم، کار هم سم نه دی، د ورځې تر سل افغانۍ راته پاتې کېږي.»

دغه راز ۱۲ کلن همایون هم هغه ماشوم دی چې ښار کې په لاسي کراچۍ کې د ماشومانو توکي پلوري او ښوونځی یې پرېیښی دی.

نوموړي وویل چې له دې لارې د ورځې له ۵۰ تر ۸۰ افغانۍ ورته پاتې کېږي.

 هغه زیاته کړه: «په کور کې د کار کولو بل کس نشته؛ ځکه خو زه دا کار کوم. «

ورته وخت کې د لښکرګاه ښار یو هټۍوال محمدعیسی عظیمي وايي، د وچکالۍ له امله له ولسوالیو ښار ته ډېر شمېر کورنۍ راغلي او دغه راز یو شمېر هغه کورنۍ چې تازه له پاکستانه راستنې شوې، د کاروبار نشتون له امله یې ماشومان په ښار کې په سختو کارونو بوخت دي.

هغه وویل، د پخوا په نسبت اوس په ښار کې د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.

خو په هلمند کې د حقوقي چارو کارپوه استاد حافظ‌احمد نصرت بیا وايي، ماشومان باید د کار کولو پر ځای ښوونځيو ته ولاړ شي او زیاتوي چې حکومت باید له بې‌وزولو ماشومانو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

هغه وویل: «ماشومان مینې او درنښت ته اړتیا لري، کورنۍ باید په خپلو ماشومانو کار ونه کړي، هغوی باید ټولنیزو او اکاډمیکو مرکزونو ته ولېږل شي، زده‌کړې ورباندې وکړي، د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې ځوانان دي، حکومت باید دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.»

ورته وخت کې په دغه ولایت کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالخلیل امین‌زاده وايي، له ۱۸ کلونو کم‌عمره ماشومان باید په هیڅ صورت کار کولو ته اړ نه کړل شي.

هغه وویل: «هغه ماشومان چې سن یې له ۱۸ کلونو کم وي، پر هغوی باندي شاقه یا درانه کارونه کول د ماشومانو پر وده او نمو منفي تاثیرات لري، دې ترڅنګ له ماشومانو څخه د ماشومتوب حق اخیستل کېږې، ماشومان باید په همدې وخت کې زده‌کړو ته وهڅول شي او خپل راتلونکی جوړ کړي.»

خو د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سرپرست مولوي محمدرحیم مخلص بیا نه مني چې په دغه ولایت کې دې د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی وي.

نوموړی وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره په هلمند کې په ماشومانو د سختو کارونو مخه نیول شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت په راتګ سره ۹۰ سلنه ماشومانو د کارونو پرځای زده‌کړو ته مخه کړې او لس سلنه یې بیا هغه دي چې د وچکالۍ له امله ښار ته راغلي او یا هم له پاکستانه هېواد ته راکډه شوې کورنۍ دي چې د هغوی ماشومان اوس په کارونو بوخت دي.»

که څه په دغه ولایت کې د کارګرو ماشومانو د شمېر معلومولو په موخه کومه ځانګړې سروې نه ده شوې، خو لښکرګاه ښار د اوسېدونکو په باور چې د پخوا په نسبت اوس ډېر شمېر ماشومان د ښار په لارو او کوڅو کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

Views: 213

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.