Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولین وایي چې د لوګر په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې یې د کمپيوټر زدهکړې وړیا ښوونیز مرکزونه پرانيستي دي.
د مخابراتو او معلوماتې ټکنالوجۍ وزارت وایي، څلورو خصوصي مخابراتي شبکو ته یې څلوېښت میګاهرتز فریکونسي، د مزایدې له لارې د څه باندې ۹۸ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت اجاره ورکړې ده.
په لوړه بیه د سیمکارتونو له پلوره د خلکو له شکایت وروسته د مخابراتو او معلوماتي او ټکنالوجۍ وزارت ويلي چې له دې وروسته هیڅ مخابراتي شبکه نه شي کولای له سل افغانۍ په لوړه بیه سیمکارت وپلوري.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې له درېيو مخابراتي شرکتونو سره د ٧٢ ميليون افغانيو په لګښت د اوو مخابراتي سايټونو د جوړولو تړون لاسليک کړ.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د هېواد په هغو سيمو کې ۲۵۰ نوي مخابراتي سايټونه جوړ شوي چې مخکې هلته خلکو مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولین وایي چې د روان میلادي کال په اوږدو کې به د نوري فایبر د کیبل غځولو پروژه له سره بېرته پيل شي.
د مخابراتو وزارت وایي چې د ځينو ولایتونو هغو لرو پرتو سیمو کې انټرنېټي خدمات فعالوي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له دغو خدماتو بې برخې وې.
کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د مخابراتو وزارت مسوولین وایي چې په تېرو څلورو میاشتو کې يې د مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP