Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا اعلان کړی چې ایسلنډ هېواد د افغانستان له بشري صندوق سره ۴۰ میلیون کرون مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، اروپایي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه څو په لومړنیو ښوونځیو کې ۲۰۰ زره زدهکوونکو ته د زدهکړو ښه چاپېریال برابر شي.
کابل کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې له افغانستان سره ۵۸،۴ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.
اروپایي ټولنې اعلان کړی چې د هرات زلزلهځپلو لپاره یې ۵۸ ټنه مرسته کابل ته رسېدلې ده.
د کډوالو چارو وزارت وايي چې اروپايي ټولنه له پاکستانه په اجباري توګه راستنېدونکو افغانانو سره ۱۴۲ میلیون یورو مرسته کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړۍوال سازمان مسوولين وايي، د دغه سازمان تر چتر لاندې د کډوالو ادارو په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې له ۱۴۰ زره راستنو شوو کډوالو سره مرستې کړې دي.
د هرات له زلزلهځپلو او له پاکستانه راستنو شوو افغانانو سره د مرستې لپاره د ترکيې څه باندې ۵۰۰ ټنه خوراکي او غيرخوراکي توکي هرات ته راورسېدل.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، ایرلنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۵۰۰ زره یورو مرسته اعلان کړه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د پنځه میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
سیمهییز مسوولین وایي، په لغمان ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړلو نړۍوال پروګرام له لوري له څه باندې زرو اړمنو کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وشوه.
روسیه کې یوه افغان سوداګر له پاکستانه راستانه شوو کډوالو ته ۴۰ ټنه بېړنۍ مرسته کابل ته رالېږلې ده.
اروپايي ټولنې افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره ۶۰ میلیونه یورو او پاکستان کې له افغان کډوالو سره یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP