په لغمان او بامیانو کې له زرګونو بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
مسوولین وايي نن په لغمان کې له ۴۰۰ کروندګرو سره د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې او په بامیان کې له ۴۳۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
مسوولین وايي نن په لغمان کې له ۴۰۰ کروندګرو سره د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې او په بامیان کې له ۴۳۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په نورستان کې له ۸۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او میدان وردګو کې له ۶۲۵ بزګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو مرسته وشوه.
د کندوز ولایت د کرنې ریاست د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په همکارۍ له نږدې ۲۵زره کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته کوي.
مسوولین وايي، نن په پکتیا کې له ۱۹۰ بزګرانو سره اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته شوې، په میدان وردګو کې ۲۹۰۲ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته او په کابل کې له یوه روزنتون سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
چارواکي وايي، په ميدان وردګو او لغمان ولایتونو کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو او د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې مرسته وشوه. د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې له…
د پکتيا، ميدان وردګو او نورستان مسوولین وايي، په دغو ولايتونو کې له ۲۱۰۰ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو، نغدو پيسو او د لمریزې برېښنا وسایلو مرسته وشوه. د پکتيا مرکز ګردېز او شاوخوا…
مسوولین وايي، په ميدان وردګو، فراه او لغمان ولایتونو کې له څه باندې ۲۲زرو اړو کورنيو او کروندګرو سره د خوراکي توکو، اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې مرسته وشوه.
د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (ایفاېاو) ویلي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د لوږې بحران د مخنیوي په موخه، د دغه هېواد له ۳۸ سلنه وګړو سره مرسته کوي. د اکتوبر شپاړسمه د خوړو…
په کابل کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۵.۵ میلیون ډالر مرسته کوي.
په زابل کې له نهو روغتیايي مرکزونو سره د ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو او نورو وسایلو مرسته وشوه.
په زابل کې نن له ۵ زره ۱۲۵، میدان وردګو کې له ۵۰۰۰ او کاپيسا کې له ۳۰۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته وشوه.
په بامیان، لغمان، پکتیکا، سمنګان او تخار ولایتونو کې له ۲۵۶۳ اړو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په لوګر، پکتیا او میدان وردګو ولایتونو کې له زرګونو اړو او سېلابځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو او دغهراز له سلګونو کروندګرو سره د کېمیاوي سرې او تخمونو مرسته وشوه.
په میدان وردګو، لغمان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې له ۳۰۴۹ بېوزلو او سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وشوه.
یونیسف په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو د بېړني ملاتړ په موخه د بریتانیا هېواد د ۲۴ میلیون پونډه مرستې خبر ورکوي او وايي، یونیسف به په دې بودجې سره ۱.۶ میلیون اړمن کسان تر پوښښ لاندې ونیسي.
په بامیان، هلمند، میدان وردګو او جوزجان ولایتونو کې نن د حکومت او بېلا بېلو خیریه بنسټونو له خوا له ۱۱۳۴۶ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
په میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې له ۱۸۰۱ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې وشوې.
مسوولین وايي، په لوګر کې له ۵۳۰۰ بېوزلو کورنيو سره د نغدو پيسو او خوراکي توکو مرسته وشوه او په نیمروز ولایت کې بیا پر ۱۹۰۰ بېوزلو کورنيو د خوراکي توکو د مرستې وېش پيل شو.
د ننګرهار د بدني روزنې رياست او يو شمېر رضاکارو ځوانانو په جلالاباد ښار کې درې ورځنۍ ورزشي سيالۍ پيل کړې چې له عوايدو به يې سېلابځپلو کورنيو سره مرسته وشي.
د لوګر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې/ UNICEF د خوښۍ ولسوالۍ له ۶۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ميدان وردګو چارواکي وايي، د دغه ولایت له سلګونو اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د عینک مسو کان قراردادي کمپنۍ په لوګر کې له ۱۵۰ سېلابځپلو کورنیو سره د مرستې پر مهال له حکومته وغوښتل چې د عینک مسو پروژې ملاتړ وکړي.