کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د پکتيا، ميدان وردګو او نورستان مسوولین وايي، په دغو ولايتونو کې له ۲۱۰۰ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو، نغدو پيسو او د لمریزې برېښنا وسایلو مرسته وشوه.
د پکتيا مرکز ګردېز او شاوخوا ولسواليو له ١٩٠٠ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پکتيا د سرې مياشتې رييس ابو احمد پژواک ته وويل چې دغه مرسته د ترکيې هېواد د ایاېچاېچ خيريه بنسټ له لوري شوې ده.
نوموړى وايي، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته يوه ٥٠ کيلويي بورۍ اوړه، ۱۰ کيلوګرام وريجې، ۱۰ کيلوګرام دال، ۱۰ کيلوګرام مکروني، ۶ کيلوګرام خرما، ۲ بوشکې غوړي او ۲ پاکټه مالګه ورکړل شول.
دغهراز د میدان وردګو ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، نن د ډنمارک انجمن (DRC) له خوا د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې له سلو هغو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه چې کورونه یې په طبیعي او نورو پېښو کې زیانمن شوي وو.
سرچينې ويلي، له هرې کورنۍ سره ۵۰۰ امریکايي ډالر نغدي مرسته وشوه.
په نورستان ولایت کې بیا له ۱۰۰ کورنیو سره د لمریزې برېښنا وسایلو مرسته وشوه.
یاده مرسته د دغه ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له امریت سره په همغږۍ د (یواینایچسيآر) ادارې په مالي لګښت نن په مرکز پارون کې وشوه.
دغه مرسته پر هغو کورنیو ووېشل شوه چې د یادې ادارې د وینا له مخې له برېښنا څخه بې برخې وو .
د نورستان د کډوالو چارو امریت سرپرست مولوي رحمت خان وویل چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د یوې لمریزې برېښنا اړوند ټول لوازم ورکړل شول او په یاده برخه کې یې اړتیا پوره کوي .
د هغه په خبره، په دغه یوه بسته کې چې یوې کورنۍ ته ورکول کېږي، د پنځوس زره افغانیو په ارزښت لوازم موجود دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










