منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۳ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

ملګري ملتونه د افغانستان ۳۸ سلنه وګړو سره مرسته کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۲۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (ایف‌اې‌او) ویلي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د لوږې بحران د مخنیوي په موخه، د دغه هېواد له ۳۸ سلنه وګړو سره مرسته کوي.

د اکتوبر شپاړسمه د خوړو نړۍواله ورځ ده چې هر کال په افغانستان او د نړۍ ډېری هېوادونو کې  نمانځل کېږي.

د خوړو نړۍوال سازمان د دغې ورځې سږنی شعار «هیڅوک شاته مه پرېږدئ» ټاکلی او د نړۍ په کچه د خوراکي موادو د بحران خبره یې کړې ده.

د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) تېره ورځ د خوړو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه   کې اعلان کړی چې دغه بنسټ د ملګرو ملتونو د بېړنیو بشردوستانه مرستو د پروګرام له لارې، خپلې مرستې په کلیوالي سیمو کې له کروندګرو او مالدارانو سره ډېرې کړې دي.

د یاد بنسټ د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د کرنیزو محصولاتو او سبزیجاتو د تولید، نغدي انتقال او د زېربناوو او اوبو لګولو سیستمونو بیا رغولو له لارې به تر ۹ میلیون ډېرو کسانو سره مرسته وشي.

په افغانستان کې د یاد سازمان استازي ریچارډ ټرنچارډ ویلي: «د افغانستان کرنیز سکتور دا توانایي لري چې د پراخو کاري سرچینو په ایجادولو سره د ښځو، ځوانانو او بې ځمکو خلکو په څېر زیان منونکي وګړي له پامه ونه غورځوي.»

نوموړي زیاته کړې: «له کرنې څخه ملاتړ سپما او پالیسۍ ته یوه نږدې مداخله ده چې د ژغورونکي ملاتړ په توګه ډېر لنډمهاله اغېز لري او اوږمهاله بیاموندنې او پایدارې پراختیا لپاره لاره هواروي.»

د یاد بنسټ په خبره، تل یې له هغو هڅو ملاتړ کړی چې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب او د کرنې د ودې لامل ګرځي.

دغه‌راز د یاد بنسټ په اعلامیه کې راغلي چې د جون او نومبر میاشتو په اوږدو کې د خوړو نه خوندیتوب وضعیت وړاندوینې له مخې، د افغانستان ۲۰ میلیونه وګړي په بحراني یا بېړني حالت کې دي.

د یادونې ده، د دغو ۲۰ میلیون وګړو له ډلې، ۱۳ میلیون ۳۷زره کسان په بحراني او ۶ میلیون ۵۹۳زره یې په اضطراري حالت کې دي.

د ویلو ده چې د خوړو نړۍوالې ورځې په مناسبت د کرنې نړۍوال سازمان اعلامیه، په افغانستان کې د خوړو بحراني وضعیت برسېره کولو په موخه «هيڅوک شاته مه پرېږدئ» تر شعار لاندې خپره شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه