Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سیمهییزمسوولین وایي چې په لوګر او اروزګان ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري زرګونو بېوزله کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې وېشل شوې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسرائیل او مصر ته له نظامي مرستو پرته، د دغه هېواد د ټولو بهرنیو مرستو پروژې درول کېږي.
بدخشان کې سیمهییزې سرچینې ۸۲۳ اړمنو او زیانمنو کورنیو ته د نغدو پیسو او کمپلو د وېش خبر ورکوي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر وايي، د هېواد حکومت یې هوډ لري څو د اقلیم بدلون مدیریت او د هغه د اغېزو کمولو برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي او په خبره یې، اړتیا ده چې ا.ا د نړۍوالې ټولنې برخه شي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له یوې نړۍوالې مؤسسې سره د ۹۷ میلیون افغانیو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له پیل سره سم د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې له فلسطینانو سره بشري مرستې ډېروي.
سپینه ماڼۍ وايي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته چې افغانستان ته کومې بشري مرستې استول کېږي، ګټه یې د افغانستان خلکو ته رسېږي نه د افغانستان سرپرست حکومت ته او دا مرستې په میخانيکي ډول په همدې بڼې تنظیم شوې دي.
د کونړ یو شمېر لیکوالان او شاعران وایي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپل لیکل شوي اثار چاپ کړي او غوښتنه کوي چې حکومت او ملي سوداګر دې ورسره په دې برخه کې مرسته وکړي.
د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د یوه خیریه بنسټ له لوري ۴۰ کډوالو کورنیو ته سرپناوې جوړې شوې، دغه راز د یادې ولسوالۍ له ۶۰۰ سېلابځپلو کورنیو سره مرستې وشوې.
د ملګرو متلونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې سږ میلادي کال یې په ټول افغانستان کې له ۱۰.۵ میلیون اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او په کابل کې د چین سفارت ترمنځ د افغان ماشومانو او کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ۱،۵ میلیون امریکايي ډالرو د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
مسوولین وایي، د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د لوګر په ازرې او خوښۍ او د هلمند په بغني ولسوالۍ کې له څه کم ۱۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP