Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه د دغه هېواد په ختیځ کې د زورورې زلزلې له امله د مړه شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له ټپیانو سره د مرستې او ژغورنې برخه کې یې د هر ډول مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې ټیمونه یې د بېړنیو مرستو رسولو لپاره سیمې ته استول شوي دي. جاپان او ترکیې هم د دې مرګونې پېښې له قربانیانو سره خپله غمرازي ښودلې ده.
د ایران او اسرائیل ترمنځ له جګړې وروسته افغانستان ته له ایرانه د کډوالو راستنېدل ډېر شوي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغو راستنېدونکو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هغوی ته دې د ملاتړ اوږدمهاله پروګرامونه جوړ شي.
په کابل کې د جاپان سفیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي چې له افغانانو سره به یې د هېواد مرستې د پخوا په څېر دوام ولري او کمښت به پهکې نه راځي.
یو شمېر کارګر ماشومان له حکومته د مرستې غوښتنه کوي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په سختو کارونو د ماشومانو ګومارل له قانون سرغړونه بولي او له نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
یواېناېچسيار وایي، مخکې به یې هېواد ته راستنېدونکو افغان کورنیو سره دوه زره ډالر مرسته کوله، خو د نړۍوالو مرستو په کمېدو سره دغه کچه ۱۵۰ ډالرو ته راکمه شوې چې بسنه نه ورته کوي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د بېړنۍ مرستې او د مناسبو شرایطو تر برابرېدو پورې د هغوی د ایستلو لړۍ درېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي چې دوی به افغانستان ته د راستنو شوو افغان کډوالو لپاره د پاکو اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او نورو برخو کې خپلې مرستې ورسوي.
سیمهییز مسوولین وایی، په فراه او لوګر ولایتونو کې له څه باندې نهه زره کورنیو سره د خوارکي توکو او نغدو پیسو مرستې وشوې.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د اروپایي ټولنې په مالي مرسته د ۲۰۲۳ کال له وروستیو تر اوسه د راستنو شوو او په زلزلو کې د زیانمنو په ګډون له ۲۰۰ زره افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې کړې دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له یوې خیریه موسسې سره په بدخشان کې له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په موخه د څه باندې ۳۸۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د یوناما له مرستیاله غوښتي د بشري مرستو په وېش کې دې شفافیت رامنځته کړي او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي، څو خلکو ته کار پیدا او د ژوند په مهمو برخو کې ورته اسانتیاوې رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP