Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي ناسته کې وړاندیز کړی چې د کوربه هېواد او د مسکو فارمټ غړو په همکارۍ دې دغه میکانیزم د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ پر بهیر بدل شي.
د مسکو فارمټ شپږمه غونډه کې د چین استازي او د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي چې غواړي افغانستان د اقتصادي او سیمهییز اتصال پر مرکز بدل شي او د دې ترڅنګ یې د ا.ا د اقتصادمحوره سیاست او امنیت برخه کې د اقداماتو هرکلی کړی دی.
د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي غونډه نن د لسو ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو د استازو په ګډون په مسکو کې جوړېږي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې مسکو له «طالبانو» سره له بیاځلي واکمنېدو مخکې ښې اړیکې درلودې او دوی اته کاله مخکې پوهېدل چې بیا به د افغانستان واګې په لاس کې اخلي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي، که چېرې اوکراين د بريټانيا له وسلو په کار اخیستو سره پر روسیه بريد وکړي، نو دغه هېواد به هم د بريټانيا پر خاوره بريد وکړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، د کابل او مسکو ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي او هیله یې څرګند کړې څو په مسکو فارمټ کې افغانستان ته رسمي غړیتوب ورکړل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، احمد زمرک په مسکو کې د اسلامي امارت د پوځي اتشې په توګه معرفي شوی دی.
په مسکو کې د افغانستان دسرپرست حکومت د یو شمېر سیاسیونو تر غونډې وروسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدلي دي.
د افغانستان یو شمېر سیاسیونو او د پخواني جمهوریت چارواکو په مسکو کې غونډه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د سعودي عربستان او قرغزستان له استازو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، د مسکو فارمټ غونډه کې به له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره پر مبارزه خبرې وشي، خو ګډونوال به یې په افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړښت ډېر تمرکز ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP