Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسکو کې د افغانستان سفیر د لوړپوړو امنيتي چارواکو دیارلسم امنیتي نړۍوال فورم کې ګډون کړی

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې د افغانستان د سفارت سرپرست جمال ناصر غروال د لوړپوړو امنيتي چارواکو دیارلسم امنیتي نړۍوال فورم کې ګډون کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې غروال په دغه فورم کې په افغانستان کې د وروستیو امنیتي پرمختګونو، لاسته‌راوړنو او په سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه د دغو پرمختګونو د اغېزو په اړه وینا هم کړې ده.

یاد وزارت لیکلي، په یاد فورم کې د نړۍ له سوېل او ختيځه د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو، خپلواکو او مشترک‌المنافع غړو هېوادونو، د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د یوریشیا اقتصادي اتحادیې، د شانگهای همکارۍ سازمان او همدارنګه د څه باندې ۲۰ نړۍوالو سازمانونو استازو او چارواکو برخه اخیستې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.