Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې له نړۍوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په لیدنه کې له نړۍواله ټولنې غوښتي څو د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړولو برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
ملګري ملتونه وایي، خبریالان باید وکولای شي په ټوله نړۍ کې «له وېرې او تبعیض» پرته راپورونه وړاندې کړي او ا.ا ویلي، له ټولو هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د شریعت په چوکاټ کې فعالیت کوي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي ادغام بهیر کې د اسانتیا راوستو په موخه له بېلابېلو موسسو سره د همکارۍ پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي چې څه باندې ۲۰ زره کسان به ترې برخمن شي.
د کرکټ نړۍوالې شورا وایي، د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې کاري ډله او مالي صندوق رامنځته کوي.
د پسرلي له رارسېدو سره سم په غور کې یو شمېر کروندګرو ښځو د سېلابونو له امله د خپلو ویجاړو شوو کرنیز ځمکو او شنو خونو بیا احیا کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
د پسرلي موسم په رارسېدو سره هغه نیالګي پلورونکي چې زرګونه زینتي، میوهلرونکي او بېمیوې نیالګي یې د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته راوړي، د خپل پلور له غوړېدو خبرې کوي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کب ۲۷مې، په افغانستان کې د خبریال د ملي ورځې په مناسب له خبریالانو سره غونډه وشوه.
د افغانستان ښځينه خبریالانو بنسټ مشره وایي، د ښځینه خبریالانو «ستونزې» یې د حل په موخه له اسلامي امارت او نړۍوالو بنستونو سره شریکې کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریال ملي ورځې په مناسبت ویلي چې په هېواد کې رسنیز وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او اسلامي امارت له رسنیو ملاتړ کوي، خو خبریالان باید ژورنالیستیکي اصولو ته درناوی وکړي او د افغانستان اصلي فرهنګ په پام کې ونیسي.
قزاقستان کې د هند سفیر اشوک سجانهر ویلي، نوی ډيلی د افغانستان د زیربنايي او اقتصادي بیارغونې لپاره په هڅو کې د قزاقستان د فعال ګډون ملاتړ کوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا باربوک په یوه خبري ناسته کې ویلي، تر کومه چې امکان ولري، له افغانانو سره به بشري او نورې مرستې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP