Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د مرستيال ځانګړي استازي د ننګرهار ولايت اړوند تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت ليدنې پر مهال له هغوی سره د اوږدمهاله او لنډمهاله مرستو ژمنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په راتلونکو ۷ میاشتو کې به د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د خوړو نه خوندیتوب کچه لوړه شي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه کې د بېړني بشردوستانه اوربند او د ملکیانو د ساتنې په موخه پرېکړهلیک تصویب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري د غزې په تړانګه کې د بېړني اوربند غوښتنه کوي او ویلي یې دي چې انسانیت ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
ملګري ملتونه وایي، په ۱۴ بېوزلو هېوادونو کې د بشري مرستو لپاره یې ۱۲۵ میلیون امریکایي ډالر ځانګړي کړي چې ۲۰ میلیونه یې د افغانستان لپاره دي.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی وایي چې د افغان قابلو او نرسانو د مهارتونو لوړولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د وګړو له صندوق سره هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
ملګري ملتونه وايي، د ا.ا واکمنۍ له دوکلنې کېدو سره هممهاله یې په افغانستان کې د نجونو زدهکړو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږيکوونکي سره په لیدنه کې یې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې کړې دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې «UNODC» ادارې رییسه وایي، له کروندګرو سره د بدیل معیشت او له روږدو سره د درملنې په برخو کې همکاري کوي.
د نشهيي توکو او جرمونو برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر په افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت، د روږدو درملنې او هغوی ته د حرفوي زدهکړو او کارموندنې په برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د ملګرو ملتونو ادارو کې پر افغان ښځینه کارکوونکو د بندیز په غبرګون کې د یوناما د څرګندونو په اړه وایي، دا د افغانستان کورنۍ ارزښتي موضوع ده او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، افغانستان کې هېڅوک باید له خپلو او نورو حقونو څخه د دفاع له امله ونه نیول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP