په ننګرهار ولایت کې له څه باندې ۴۰۰ کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوي تخم او په غزني کې له دوه زره یتیمانو او بېوزولو زدهکوونکو سره د ژمنيو توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۱۴ کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړتوب حل او فصل شوه.
د ننګرهار ولايت د کار او ټولنیزو چارو رياست له لوري ۷۲۰ ځوانانو ته د خياطۍ او چرګانو روزنې وسايل ورکړل شول او دغه راز په يادو برخو کې زدهکړې هم ورکول کېږي.
ننګرهار کې یو شمېر خلک له تېرو دوو اونيو راهيسې د ډينګي ويروسي ناروغۍ په اړه اندېښمن دي خو د دغه ولايت روغتيايي چارواکي که څه هم د ډینګي ناروغۍ شتون تاییدوي خو وايي، په دومره کچه نه ده چې د اندېښنې وړ وي.
ستره محکمه وایي چې په تخار او ننګرهار ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون درېیو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
ستره محکمه وایي، د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې دوو کسانو ته تعزیزي سزا ورکړل شوه.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، خوږياڼو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د يوه ځوان جسد موندلی چې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت خوږياڼو ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو یو تعویذګر وژلی دی.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، پوليسو په نازیانو ولسوالۍ کې هغه دوه کسان نيولي چې مردار شوي چرګان يې د حلالو شوو چرګانو په نوم خرڅول.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست وايي، په دغه ولايت کې د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د پراختيا او بازار موندنې په موخه د نږدې درې ميليونه امریکايي ډالرو په لګښت هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
ستره محکمه وایي، د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق له لوري له ۲۰ روغتيايي مرکزونو سره د روغتيايي او غیر روغتيايي تجهيزاتو مرسته وشوه.