جلالاباد (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست وايي، په دغه ولايت کې د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د پراختيا او بازار موندنې په موخه د نږدې درې ميليونه امریکايي ډالرو په لګښت هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
مسوولين وايي، د دغو هوکړهلیکونو له مخې به د ننګرهار، کابل، لغمان او کونړ ولايتونو ۳۳ سوداګر او ۳۸ مخکښ بزګران د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د پېر او پلور برخه کې همکاري کوي.
د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ له لوري د افغانستان د ځنځيروي ارزښت پروګرام له لارې نن د جلالاباد په ښار کې د دغو ولايتونو د سووداګرو او بزګرانو د محصولاتو او تولیداتو نندارتون او د بازار موندنې پروګرام جوړ شو.
د ننګرهار ولايت د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان ځنځیروي ارزښت پروګرام له لوري د ختیځ زون په کچه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو تولیدونکو او سوداګرو ترمنځ د دوه میلیونه، ۷۲۲ زره او ۵۴۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د پېر او پلور هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
دی وايي، په یاد پروګرام کې د ننګرهار ولایت سربېره د کابل، لغمان او کونړ ولایتونو ۳۳ سوداګرو او ۳۸ بزګرانو ګډون کړی چې خپل تولید کړي محصولات او پروسس شوي توکې ننداري ته ایښې وو.
د نوموړي په وينا، د دغه پروګرام موخه د کاروباریانو او بزګرانو ترمنځ همغږي او تولیداتو لپاره د بازار موندنې برخه کې د اسانتیاو رامنځته کول دي.
بلخوا، د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رييس اجمل رحماني دا ډول پروګرامونه او هوکړهلیکونو لاسلیک د سوداګر او په ځانګړي توګه د کرنې او مالدارۍ برخه کې د کورنيو تولیداتو د بازار موندنې او پرمختګ لپاره ډېر ګټور یادوي.
دی هيله مند دی چې د دغو هوکړهلیکونو پر مټ به د ختيځو ولايتونو بزګران (د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو تولیدوونکي) خپلو محصولاتو ته بازار پيدا کړي او دغه راز به سوداګر وتوانېږي چې د پروسس فابریکو لپاره محصولات ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP