ننګرهار کې د پوليو واکسین د درې ورځني کمپاين د پيل پر مهال حکومتي مسوولینو وویل چې په دغه کمپاین کې به ۸۳۶ زره له پنځو کلونو کمعمره ماشومانو ته د پوليو واکسين وشي.
په ننګرهار ولايت کې د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د ځوانو لوبغاړو د هڅونې او له نشهيي توکو سره د مبارزې په موخه د غېږنیونې درې ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې یو شمېر حکاکان وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولایت کې د لرګیو د حکاکۍ صنعت وده کړې او توکو یې مینهوال پیدا کړي دي.
د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولین وايي، د بټيکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د ننګرهار کرنې رياست وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د شولو حاصلات زيات شوي او د اټکل له مخې به تر نږدې ۴۸ زره مټریک ټنه حاصلات ترې راټول شي.
د ننګرهار ولايت د کرنې رياست له لوري د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې په ۷،۶ میلیونه افغانيو لګښت د يوه سربند او کانال جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست وايي، د روغتيا نړۍوال سازمان سره په ګډه یې د جلالاباد ښار په چاپېريال کې د پوليو ويروس د معلومولو سروې پيل کړه.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په موخه ۱۴۰ مېرمنو ته د هګیو چرګانو کوچني فارمونه جوړ شول.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې یو کس وژل شوی چې په تړاو یې د هغه مېرمن او یو بل کس نیول شوي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال په دغه ولايت کې پر ۱۹۲۱ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي چې ټاکل شوې ۳۹۵۰ ټنه ګوړه به ترې تولید شي.
ننګرهار کې د حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب د درېيو کورنيو ترمنځ ۶۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
په ننګرهار کې د فوټبال فدراسيون له لوري د شپږو ولايتونو ترمنځ د فوټبال د اتلانو جام سيالۍ د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.